ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوېټه کې  يو بل طالب قوماندان ووژل شو

کوېټه کې يو بل طالب قوماندان ووژل شو

author avatar
30 Dec 2013 - 15:40
کوېټه کې  يو بل طالب قوماندان ووژل شو
author avatar
30 Dec 2013 - 15:40

کلات  (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې پرون شپه د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د افغاني طالبانو يو بل قوماندان له خپلو ملګرو سره په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د مرغومي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه قوماندان ملا عبدالمالک نومېده ، چې به توريالي مشهور و.

نوموړي زياته کړه، چې پرون شپه ناپېژانده وسله والو پر دغه قوماندان د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې ډزې کړي او هغه يې له خپلو دوو ملګرو سره وژلی دی.

د ده په خبره، چې  وژل شوى طالب قوماندان د زابل د مرکز تر څنګ په سيوري او شينکۍ ولسواليو کې د دولت پر وړاندې وسله وال ګروپونه رهبري کول او پر افغان او بهرنيو ځواکونو يې په ګڼ شمېر بريدونو کې  لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د کوېټې د پښتون اباد په سيمه کې د زابل د طالبانو يو قوماندان ملا نورالله چې ويل کېدل، د طالبانو د کوېټې شورا غړى هم و، په يو ورته بريد کې وژل شوی و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.