ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ١٩ کلنو لوبډلې ماليزيا ته لويه ماتې ورکړه

author avatar
31 Dec 2013 - 13:41
author avatar
31 Dec 2013 - 13:41

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د ماليزيا لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه.

د اتو لوبډلو په ګډون د اسيا  ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د مرغومي په ٧مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان د ګروپي سياليو خپله وروستۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هوتک وويل، چې د ماليزيا لوبډله په ٢٣ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٤٠ مڼدې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٤١ منډو هدف ورکړ.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري سيد شېرزاد ٤، عبدالله عادل ٣، مسلم موسى ٢ او فريد ملک يو لوبغاړى وسوځاوه.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې دغه هدف افغانستان په ډېرې اسانۍ سره په درى اوره او دوه باله د کوم لوبغاړې له سوځېدو پرته ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

په دغو سياليو کې دا د افغانستان دويمه بريا وه، تر دې مخکې يې سريلانکا ته ماتې ورکړې وه، خو بنګله دېش له افغانستان څخه لوبه وګټله.

نن د دغه ګروپ په سياليو کې که چېرې بنګله دېش له سريلانکا لوبه وګټي، نو افغانستان او بنګله دېش به نيمه پاى لوبې ته ووځي او که چېرې سريلانکا وګټي، نو بيا به د دريو واړو هېوادونو د منډو اوسط ته په کتلو سره پرېکړه کېږي.

په بل ګروپ کې پاکستان او هندوستان نيمه پاى لوبې ته وتلي دي.

يادې سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نيپال او متحده عربي مارات او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، سريلانکا او د ماليزيا لوبدلې دي.

د يادونې ده، دا دويم ځل دى چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.