محمودراقي( پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د کاپيسا والي په دې ولايت کې د تېر په پرتله امنيتي وضعيت ښه بولي او وايي ، چې هلته په روان کال کې د ميليونونو ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي .
د کاپيسا والي محراب الدين ساپي نن د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې خبريالانو ته وويل،چې په روان کال کې په دې ولايت کې ٢٥٠ کيلومتره سړک قير شوى دى .
دغه راز دى وايي، چې سږ کال د ولايت په مرکز کې پر نشه يي توکيو د روږدو کسانو د درملنې ٥٠ بستريز او د نسايي ولادي روغتونونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې په روان کال کې د دې ولايت په نجراب ولسوالۍ کې هم يو ٥٠ بستريز روغتون جوړ شوى او د ولايت په بېلابېلو برخو کې د ٤٠ ښوونځيو د ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې دي .
ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د ښوونځيو له يادو ودانيو څخه د يو شمېر کار بشپړ شوى او د نورو دوام لري.
محراب الدين ساپي،د دې پروژو د لګښت کره کچه څرګنده نه کړه ، خو ويې ويل ، چې ميليونونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى.
هغه وويل،چې له کاپيسا څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتو وروسته ، هلته امنيتي وضعيت ښه شوى او افغان امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره بېلابېل چاڼيز عمليات تر سره کړي دي.
د کاپيسا والي وايي ، افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو راتلونکو ټاکنو لپاره هم ښه امنيتي تدابير ونيسي.
ټاکل شوې، چې يادې ټاکنې د راتلونکې کال د وري مياشتې په ١٦ مه تر سره شي.
له کاپيسا ولايت څخه د فرانسوي سرتېرو وروستۍ ٤٠٠ کسيزه ډله تېر کال د لړم په مياشت کې ووته .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن