ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د عامه پوهاوي پروګرام پلى کوي

author avatar
31 Dec 2013 - 19:56
author avatar
31 Dec 2013 - 19:56

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره د اداري فساد په اړه د ښوونځيو زده کوونکو ته د پوهاوي ورکونې په اړه دوه اړخيزه هوکړه ليک لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک، نن په کابل کې د پوهنې وزير فاروق وردګ او د اداري فساد پر وړاندې د عالي ادارې د مشر غلام حسين فخري تر منځ لاسليک شو.

د پوهنې وزير فاروق وردګ په دې اړه خبري ناسته کې وويل، د ياد هوکړه ليک له مخې به د ښوونځيو زده کوونکو او ښوونکو ته د اداري فساد پر وړاندې د عامه پوهاوي پروګرام له روانې مرغومې مياشتې په ټول هېواد کې اجرا کړي.

هغه وويل، چې د دغه پروګرام په لاره اچول به د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له مېکانيزم سره مرسته وکړي او د پوهنې وزارت به يې په جديت پر مخ يوسي.

د پوهنې وزير په وينا، دواړو لورو له دې وړاندې هم په دې برخه کې د روان کال د غويي په ١٧مه يوه شپږ مياشتنۍ طرحه لاسليک کړې وه، چې بيا د لړم په مياشت کې پاى ته ورسېده او له مخې يې په ١٦ ښوونيزو حوزو کې د عامه پوهاوي پروګرام پلى شو.

د وردګ د معلوماتو له مخې، په تېر پړاو کې د اداري فساد پر وړاندې د عالي ادارې ٨٧٥ غړو په دې برخه کې ١٩زره او ٩سوه ښوونکي وروزل او له دې وروسته بيا دغو ښوونکو شاوخوا ٧٩٥زره زده کوونکو ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې پوهاوى ورکړ.

د پوهنې وزير څرګنده کړه، چې د اداري فساد شتون کورنى اقتصاد ډېر زيانمن کړى او د هېواد پرمختګ يې هم له ستونزو سر مخ کړى او له دې سربېره يې، ملي حاکميت او پر ځان بساينه له کلک خطر سره مخ کړي دي.

هغه په ورته وخت کې وويل، تېر کال يې ١٤زره ښوونځيو ته ملاتړې شوراګانې، چې د زده کوونکو له استازو، والدينو او ښوونکو څخه جوړې دي، رامنځ ته کړې دي، ترڅو د ښوونځيو د جوړولو په برخه کې د مشورې په ورکولو سره فساد له منځه يوسي.

د وردګ په وينا، راتلونکى کال به هم له ښوونې څخه د ملاتړ ٢٦٠٠ شوراګانې د هېواد په کچه جوړې کړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مشر غلام حسين فخري هم وويل، چې د پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره يوه ښه ټاکنه ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.