ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان پېښې دڅېړنې په موخه لوړ پوړى پلاوى ورغلى

author avatar
1 Jan 2014 - 16:43
author avatar
1 Jan 2014 - 16:43

مزارشريف (پژواک ١١ مرغومى ٩٢): د سمنګان د پرون ورځې د پېښې د څېړلو په موخه يو لوړ پوړى پلاوى دغه ولايت ته رسېدلى دى.

پرون له غرمې مخکې د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ نښته شوې وه.

د دغه ولايت چارواکو پژواک ته ويلي وو، چې په دې نښته کې دوه لاريون کوونکي وژل شوي، اته لاريون کوونکي او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

خو د دغه ولايت د ولايتي شورا  رييس ضياء الدين ضياء ادعا کړې وه، چې پوليسو پر لاريون کوونکو مخامخ ډزې کړې ، درې تنه يې وژلي او ١٠ نور يې ژوبل کړي دي.

د سمنګان والي خيرالله انوش د مرغومي په ١١مه پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې له مرکز کابل څخه يو لوړ پوړى د پرونۍ پېښې د څېړلو په موخه پلاوى نن ايبک ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه پلاوي مشري سلاکار وزير طاهر ساپى کوي او په کې د ملي امنيت، لوى څارنوالۍ، کورنيو چارو وزارت او سيمه ييزو ارګانونو استازي شامل  دي.

د نوموړي په وينا، پلاوي نن سهار د پرون ورځې د وژل شويو کسانو په جنازه کې هم ونډه واخيسته او وروسته يې له ځايي چارواکو سره وليدل.

انوش وايي چې راغلى پلاوى به د پرونۍ پېښې او پخوانيو لاريونونو ټول اړخونه وڅېړي او درې ورځې به په دغه ولايت کې وي.

د سمنګان د ولايتي شورا رييس ضياء الدين ضياء پژواک اژانس ته وويل، چې دوى نن هم د لاريون تابيا لرله، خو دا چې پلاوى راغلى دى، نو  لاريون يې وځنډولو.

هغه له راغلي پلاوي وغوښتل، چې د پرونۍ پېښې سمه څېړنه وکړي.

بلخوا نن سهار شاوخوا ٣٠٠ کسان په مرکز ايبک ښار کې راټول شوي وو ، خو بېرته تيت شول .

د ايبک ښار اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو ورځو لاريونونو څخه په تنګ شوي دي او هره ورځ نيم ښار تړلى وي.

د ښار يوه اوسېدونکي طوي محمد پژواک اژانس ته وويل، چې خلک له وېرې له کورونو نه شي وتلى او ژوند يې تنګ شوى دى.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې دا موضوع ژر  حل کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.