چاريکار(پژواک١٣مرغومى٩٢) : د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول .
د پروان ولايت د ترافيکو چارو د تنظيم امر سمونمل محمد يونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پيښه نن غرمه شاوخوا دولس بجې د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو په سيمه کې د تونس او ٣٠٣ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوه .
ده زياته کړه ، چې په ياده پېښه کې يو تن مړ شوى او ٥ نور ټپيان شوي ، چې ټول د تونس موټر سپرلۍ دي .
هغه زياته کړه ، چې دتاجکانو په سيمه کې پر سړک د يخ له امله ياده پېښه رامنځته شوى ده .
دى وايي ، چې ټپيان د پروان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او د دوه تنو روغتيايي حالات د اندېښنې وړ دى .
د تاجکانو سيمې يو تن اوسېدونکي شايق پژواک ته وويل ، چې دغه پېښه نن غرمه رامنځته شوه .
هغه زياته کړه : ((تونس موټر ډير تيز روان و او سړک هم يخ نيولى و، نو ځکه له ٣٠٣ سره ټکر شو .))
دى وايي ، چې په خپلو لاسونو يې ټپيان امبولانس ته پورته کړي او د پروان ولايتي ته روغتون ته ليږدول شوي دي .
د شايق په وينا، مړ شوى او ټپيان ټول نارينه و .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن