کابل(پژواک١٣مرغومى٩٢): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال وايي ، چې حکومت هيچا ته اجازه نه ورکوي ، چې له خپلو مدني حقونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
دغه څرګندونې د يادې ادارې تخنيکي مرستيال محمد فريد ماموندزي په سمنګانو کې د دې ولايت له مسوولينو او لاريون کوونکو سره د ليدنې پرمهال کړې دي .
تيره اونۍ څو ځلې په سمنګانو کې د دې ولايت د والي خيرالله انوش په پلوۍ او ضد لاريونونه وشول ، چې له امله يي دوه تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوې رسيدلې خبر پاڼه کې راغلي ، چې د يادې موضوع د حل په موخه د روانې مياشتې په لسمه د دغې ادارې د مرستيال ل فريد ماموندزي په مشرۍ يو پلاوى ياد ولايت ته واستول شو.
خبرپاڼه کې زياته شوې ، چې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې پلاوي د سمنګانو له چارواکو او لاريون کوونکو سره وکتل او د لاريون کولو دلايل يې واورېدل .
د سرچينې په خپره، ماموندزي ويلي ، چې ډير ژر به د ياد لاريون په اړه شوې څېړنه له جمهوري رياست سره شريکه کړي .
په خبرپاڼه کې د ماموندزي له خولې ويل شوي : ((حکومت هيچاته له مدني ازاديو او حقونو د ناسمې استفادې فرصت نه ورکوي.))
ماموندزي ټينګار کړى ، چې مدني مبارزې بايد د تاوتريخوالي لامل نه شي او د خلکو ارامه ژوند نا ارامه نه کړي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن