غزني (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د طالبانو خلاف د اندړو ولسوالۍ د پاڅون يو قوماندان د غزني په ښار کې په چاودنه کې ټپي شوى دى.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه شاوخوا يوه نيمه بجه رامنځ ته شوه.
د نوموړى په وينا، د اندړو د پاڅون قوماندان شاهين په خپل سراچه موټر کې سپور و، چې د غزني د شهيدانو له چوکه د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.
ننګ وايي، چې په موټر کې يواځې قوماندان شاهين سپور و، چې ټپي شوى خو بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي، چې د پاڅون قوماندان شاهين يې د درملنې لپاره روغتون ته ور وړى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وښود.
تر دې مهاله د يادې چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې شاوخوا يو نيم کال مخکې ولسي پاڅون وشو، چې اوس د ولسوالۍ نږدې نيمه برخه د پاڅون د پلويانو په لاس کې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن