هرات( پژواک، ١٥ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په محبس کې د بنديانو تر منځ د لفظي شخړې له امله يوتن ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
د هرات ولايت د روغتون رييس ډاکټر سيد نعيم عالمي د مرغومي په ١٥ خبريالانو ته وويل، چې د هرات له محبس څخه يو مړى ور وړل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د دوو بنديانو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته يوتن په چاکو وهل شوى او وژل شوى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې امان الله نومى بندي لومړى ټپي شو، خو وروسته يې روغتون پر لاره سا ورکړه.
د سرچينې په وينا، په پېښه کې دوه تنه نور هم ژوبل شوي ، خو اوس محبس د پوليسو تر کنټرول لاندې دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن