جلال اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د بټي کوټ په انبرخانې سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو موټر روان و، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکې بريد پرې وشو.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې شاوخوا لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بټي کوټ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په بريد کې د شاهين په نوم د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او څلور ټپيان دي.
د هغه په وينا، ياد شوى موټر جيپ و، چې چاودېدونکي توکي هم په کې و.
وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن