ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو صراف د انسان تښتوونکو له بنده راخلاص شو

يو صراف د انسان تښتوونکو له بنده راخلاص شو

پلخمري-زرنج (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): په بغلان کې يو صراف د تښتوونکو له منګلولو وژغورل شو، دغه راز په نيمروز ولايت کې ١٦٥ کيلوګرامه نشه يي توکي، چې ايران ته قاچاق کېدل، نيول شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وايي، وسله والو ياد صراف پرون د بغلان له مرکز پلخمري څخه وتښتاوه او بيا يې د دوشي ولسوالۍ کيلګي سيمه ته  وړى و.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو په ياده سيمه کې نن عمليات ترسره کړي او صراف يې په داسې حال کې ژغورلى، چې لاسونه او پښې يې تړلي وو.

بشارت زياته کړه، چې انسان تښتوونکي له سيمې تښتېدلي او د پوليسو تر پلټونو لاندې دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل، چې د ياد صراف روغتيا حالت ښه نه دى او ټاکل شوې، چې د درملنې په موخه روغتون ته ولېږدول شي.

همدارنګه د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې ١٦٥ کيلوګرامه ترياک کشف او نيول شوي دي.

د نيمروز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لومړي څارن فهيم محمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه اندازه ترياک په ډېره ځېرکتيا سره د يوه بار وړونکي ټېلر موټر د شا په ټېرونو کې ځاى پر ځاى شوي و.

هغه زياته کړه، دغه ټېلر د زرنج ښار په ګراج کې درول شوى و او قاچاق وړونکو هڅه کوله، چې ياد نشه يي توکي ايران ته قاچاق کړي، خو د کشفي معلوماتو له مخې دغه توکي ونيول شول.

محمدي وويل، د يادې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او په دې اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

دوه ورځې وړاندې هم د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د زرنج ښار د ابرېشم پله په سيمه کې له يوه موټر څخه ١٣٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي وو.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه نشه يي توکي له سوېلي ولايتونو راوړل کېږي او د نيمروز ولايت له لارې ايران ته قاچاق کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.