کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): ولسي جرګې د هغه قانون طرحه تصويب کړه، چې له مخې يې په سرپټو ځايونو کې د سګرټو څکول منع دي او د تنباکو پر وارداتي محصولاتو ٥٠ سلنه ماليه لوړېږي.
افغانستان تر دې دمه په دې اړه کوم قانون نه لري، خو اوس د عامې روغتيا وزارت په دې اړه د قانون طرحه جوړه کړې او دغه طرحه د ليندۍ مياشتې په لسمه ولسي جرګې ته استول شوې ده.
د تنباکو د محصولاتو د کنټرول قانون دغه طرحه نن د ولسي جرګې د روغتيا کمېسيون د تصويب په موخه د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.
د ياد کمېسيون مرستيال مجيب الرحمن څمکني وويل، چې د دې طرحې له مخې په سرپټو ځايونو کې د سګرټ څکول منع دي او که څوک دغه کار وکړي ٣٠٠ افغانۍ جريمه کېږي.
هغه زياته کړه، چې د دې طرحې له مخې، د تنباکو د محصولاتو لپاره اعلانونه منع دي او د تنباکو محصولاتو پر وارداتو پنځوس سلنه ماليه لوړېږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د سګرټو له وارداتو ١٤ سلنه ماليه اخيستل کېږي.
د څمکني په خبره، د دغه قانون د جوړېدو موخه دا ده، چې د تنباکو د کښت د مخنيوي لپاره عامه ذهنيتونه برابر شي او د هغو کسانو په تېره بيا ماشومانو او ښځو شمېر کم کړل شي، چې د تنباکو پر څکولو روږدي دي.
په افغانستان کې پر سګرټو او چلم د روږدو کسانو کره شمېره نه ده معلومه، خو ډېر افغانان پرې روږدي دي.
څمکني وويل، چې د ولسي جرګې کمېسيونونو پر ياده طرحه بحث کړى او کومه اختلافي ماده نه لري.
د جرګې غړو د يادې طرحې په اړه بېلابېل نظرونه درلودل.
په ياده جرګه کې د بغلان استازي عبيدالله رامين وويل، د دې لپاره چې په هېواد کې د سګرټو او تنباکو د استعمال کچه ډېره ټيټه شي نو پر وارداتو يې ماليه سل سلنه لوړ شي.
خو په دې جرګه کې د بلخ استازې ګلالۍ نور ساپۍ وايي، که چېرې د سګرټو د ګمرکي محصول کچه ډېره لوړه شي نو له پاکستان او ايران څخه به افغانستان ته د سګرټو قاچاق پيل شي.
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملاتره خېل محمدي بيا وويل، چې ولسي جرګه بايد دغه طرحه تصويب نه کړي، ځکه چې دغه طرحه له اسلامي اصولو سره برابره نه ده.
هغه زياته کړه: ((په اسلام کې د سګرټو څکول منع دي او که موږ دغه طرحه تصويب کړو نو په دى معنا ده، چې د سګرټو څکولو ته مو جواز ورکړ؛ دا کار د اسلام خلاف دى او که تر قيامته څوک په افغانستان کې سګرټ څکوي نو ګناه يې زموږ او ستاسو پر غاړه ده، ځکه چې موږ به جواز ورکړى وي.))
خو د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، چې د دې جرګې په کمېسيونونو کې پر دې طرحه بحث شوى او هلته ديني عالمان هم حاضر وو.
هغه په دې اړه د جرګې د غړو د رايې اخيستو غوښتونکى شو او زياته يې کړه: ((په دې مجلس کې ټول مسلمانان دي او زه يقيني يم، چې ټول په مسووليت کارت پورته کوي.))
په پاى کې د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له حاضرو ١٢٧ تنو څخه ١٠٢تنو د يادې طرحې د تصويب لپاره رايه ورکړه.
د تنباکو او دخانياتو د کنټرول قانون طرحه پنځه فصله او ٢٥ مادې لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن