ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې بېکاري مخ په ډېرېدو ده

په اروزګان کې بېکاري مخ په ډېرېدو ده

author avatar
6 Jan 2014 - 14:53
په اروزګان کې بېکاري مخ په ډېرېدو ده
author avatar
6 Jan 2014 - 14:53

ترينکوټ (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د اروزګان خلک او ځوانان شکايت کوي ،چې بېکاري ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده او حتى لوستې کسان هم کار نه شي پيدا کولى.

ځايي اوسېدونکي زياتوي ، چې له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د بېکارۍ کچه زياته شوې ده.

د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د منار په څلورلارې کې هره ورځ لسګونه کسان ، چې په کې ځوانان، هلکان، د پاخه عمر لرونکي او سپين ږيري په دې تمه راټول وي، چې د ورځې مزدوري پيدا کړي.

د ترينکوټ پوليس هم هغوى ځوروي، کله يې يوې خوا ته لېږدوي او کله يې بلې خوا ته، خو دوى د روزګار په تمه بيا هم دلته راټول وي.

د محمدسليم په نوم يوه ٢٤ کلن ځوان وايي، هر موټر چې د دې څلورلارې پر لور ورشي، دوى فکر کوي چې د مزدورۍ لپاره به يې کسان په کار وي.

هغه زياته کړه: ((په همدې هيله ناست کسان هر موټر ته په يوه هيله ګوري، خو په ټوله ورځ کې يواځې څو موټره داسې راشي چې کاريګر يې په کار وي.))

د بې روزګارۍ دې څپې يواځې نالوستي کسان نه دي ځپلي، بلکې تر ډېره هغه کسان چې په هېواد کې دننه او يا هم له هېواده بهر يې لوړې زده کړې کړي، هم د روزګار په لټه کې دي.

د محمد ابراهيم په نوم د پاخه عمر يوه کارګر پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو اوو ورځو راهيسې هره ورځ دلته راځي، خو کار نه ترلاسه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې له اروزګان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره دوی هم بېکاره شوي دي.

د هغه په وينا، پخوا يې د بهرنيو ځواکونو په اډه کې دنده لرله، خو اوس چې هغوى وتلي، نو د ده په ګډون لسګونه نور کسان هم بېکاره شوي دي.

د عبدالرووف په نوم يوه بل تن بيا شکايت کاوه، چې پاکستاني کارګرو د دوى کار خراب کړى دى.

د هغه په وينا، په دفترونو، ساختماني شرکتونو او د ګلکارۍ په کارونو کې هم خلک پاکستاني مزدورکارانو ته کار ورکوي.

د اروزګان چارواکي هم په دغه ولايت کې د بې روزګارۍ ستونزه تاييدوي، خو زياتوي چې دغه ولايت د اقتصاد له پلوه وروسته پاتې دى، ځکه د بې روزګارۍ کچه هم په کې لوړه ده.

د دغه ولايت د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس فضل الرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يو شمېر ادارو سره يې د دې ستونزې په اړه خبرې کړې دي.

هغه د پاکستاني کارګرو په اړه وويل، چې هغوى مسلکي دي او خلک هم د هغوى له کاره راضي دي ځکه يې پر دندو ګوماري.

خو نوموړي له شرکتونو او موسسو وغوښتل، چې د خپل ولايت اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړي ځکه چې د دوى حق تر نورو ډېر دى.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورکارانو د سراسري اتحاديې مسوول ډاکټر لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل، چې په اوس وخت کې د هېواد په کچه له ٤٠ سلنه زيات وګړي د بېکارۍ له امله کړېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې نه نړيوالو او نه هم افغان سوداګرو اساسي پانګونه وکړه، که چېرې دوى اساسي پانګونې کړې واى، نو دا ستونزې به نه وي.))

دى زياتوي، چې د هېواد ١١ ميليونه وګړي بې سواده دي، خو يو شمېر باسواده وګړي هم بې روزګاره دي.

عادل له نړيوالې ټولنې او افغان دولته وغوښتل، چې يواځې په ننګرهار کې نه، بلکې په ټول هېواد کې دې بنسټيزو پروژو ته پاملرنه وکړي، څو افغانان له فقر څخه راووځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.