غزني، دويم تعقيب (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې د بريد له امله درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي پژواک خبرى پژواک ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې رامنځته شوى او د=پوسته په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
هغه زياته کړه، له سيمې څخه د تازه ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند زياته کړه، په دغې پېښه کې دوه ښځې او درې ماشومان، چې د دغې پوستې له سيمې څخه تېرېدل، هم ټپيان شوي دي.
له دې وړاندې د اندړو ولسوال محمد قاسم دېسيوال ويلي و، چې دغه بريد نن ماسپښين شاوخوا ٣ بجې او ٣٠ دقيقې، د دغې ولسوالۍ په چهار دېوار سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې شوى او دوه پوليس په کې ټپيان دي.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغې پېښه کې يې ٢٧ سيمه ييز پوليس وژلي او امنيتي پوسته يې هم له منځه وړې ده.
د طالبانو له لوري پژواک ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويل شوي، چې دغه بريد له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر په وسيله، د غزني د ناوې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي محمد ريحان له لوري تر سره شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن