ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې سلګونو تنو د يوه ماشوم قاتلينو ته د اعدام غوښتنه وکړه

په فراه کې سلګونو تنو د يوه ماشوم قاتلينو ته د اعدام غوښتنه وکړه

author avatar
6 Jan 2014 - 18:05
په فراه کې سلګونو تنو د يوه ماشوم قاتلينو ته د اعدام غوښتنه وکړه
author avatar
6 Jan 2014 - 18:05

 فراه (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د ښوونکو، ولايتي چارواکو، د ديني علماوو او د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون سلګونو تنو د يوه لاريون په ترڅ کې د يوه ماشوم د وژنې عاملينو ته د اعدام غوښتنه وکړه.

دولس کلن احمد جاويد ، چې د فراه د ملي امنيت رياست د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مدير فضل احمد زوى و او د مرغومي په ٧ مه د ناپېژاندو وسله والو له لوري د دغه ولايت له مرکز څخه هغه مهال وتښتول شو، چې ښوونځي ته د تګ په حال کې و.

د دغه ماشوم مړى، چې د فراه ښار د محمد نادر ايوبي ليسې د پنځم ټولګي زده کوونکى و، د مرغومي په ١١ مه د فراه د امنيتي ځواکونو له لوري د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې وموندل شو.

د دغه ماشوم د تښتونې او وژنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو د ملي امنيت رياست په دغه قضيه کې د لاس لرلو پر شک ځينې کسان نيولي دي.

  د دغې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو، ولايتي چارواکو او ديني عالمانو په ګډون  سلګونو   کسانو نن د يادې لېسې په انګړ کې ديوه لاريون په ترڅ کې د ماشوم د وژنې عاملينو ته د مجازاتو غوښتنه وکړه.

 د فراه د عالمانو شورا يوه غړي مولوي عبدالغفار، د دغه ماشوم وژنه په کلکه وغندله او ويې ويل، چې د اسلامي شريعت له مخې بايد قاتل قصاص شي، تر څو نورو ته يو عبرت وګرځي.

هغه د شرعي حدودو پلي کول د ټولنې په خير وګڼل او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د دغه ماشوم د وژنې عاملين بايد سخت مجازات کړي.

 د محمد نادر ايوبي لېسې مدير علي احمد افضلي هم د ياد ماشوم وژونکو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه  او په دې اړه يې وويل: ” معارف يو غيرسياسي ارګان دى، ماشومان او تنکي ځوانان دغلته د علم زده کړه کوي؛ احمد جاويد هيڅ ګناه نه درلوده، هغه يواځې ښوونځي ته راته، چې درس زده کړي، تر څو ځان او خپل خداى وپېژني.”

 د احمدجاوېد يوه نږدې خپل عبدالکريم شفق پژواک ته وويل، چې سړي تښتوونکو د هغه پښې، لاسونه او سترګې تړلي وو او د يوه دوسمال په وسيله يې زندۍ کړى و.

هغه زياته کړه، چې تښتوونکو د دغه ماشوم مړى د پشترود ولسوالۍ په فيض اباد کې تر خاورو لاندې کړى و.

 نوموړي هم د احمد جاوېد د وژنې عاملينو ته د اعدام د سزا ورکولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د ملي امنيت رياست د دغه ماشوم د وژنې په تور دوه کسان نيولي دي.

 د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي هم له پژواک سره په خبرو کې د احمد جاوېد وژنه يو نه بښوونکى عمل وباله  او د نورو جزيياتو له ورکولو پرته يې وويل، چې ملي امنيت د دغه ماشوم د وژنې په اړوند ځينې شکمن کسان نيولي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.

نوموړي وويل، چې د احمد جاوېد د وژنې له عاملينو سره به د هېواد د نافذه قوانينو په چوکاټ کې چلند وشي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.