ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو د رايې ورکولو مرکزونو د ارزيابۍ راپور به ډېر ژر وړاندې شي

د ټاکنو د رايې ورکولو مرکزونو د ارزيابۍ راپور به ډېر ژر وړاندې شي

author avatar
7 Jan 2014 - 16:36
د ټاکنو د رايې ورکولو مرکزونو د ارزيابۍ راپور به ډېر ژر وړاندې شي
author avatar
7 Jan 2014 - 16:36

 کابل(پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): امنيتي بنسټونه به د راتلونکي وري مياشتې د ١٦ مې نېټې ټاکنو د رايې ورکولو او امنيتي تدابيرو راپور تر دوو راتلونکو ورځو پورې خپور او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپاري.

دا مطلب د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي نن په هغه خبري غونډه کې څرګند کړ، چې د کابل په ١١١ مه فرقه کې د رايې ورکولو مرکزونو د ارزيابۍ په موخه  دهېواد د مرکزي او ختيځ زون د واليانو او امنيه قوماندانانو په ګډون جوړه شوه .

هغه وويل، ټاکل شوې چې په نننۍ ناسته کې د رايې ورکولود مرکزونو ارزونه ترسره او د ټاکنو دامنيتي وضعيت په اړه خبرې وشي.

 ټاکل شوې وه، چې د امنيتي وضعيت راپور د امنيتي بنسټونو له خوا د مرغومي مياشتې په ١٥مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارل شي، خو ددې راپور په خپرېدو کې ځنډ راغى.

سالنګي کابل ته د ولايتي چارواکو د راتلو لپاره د اقليمي وضعيت خراب والى او ځينې نورې تخنيکي ستونزې  ددې راپور د ځنډېدو د لامل په توګه يادې کړې.

 هغه وويل:((تر دوو راتلونکو ورځو پورې به راپور په لنډ ډول  ملت، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او رسنيو ته وړاندې شي.))

هغه ومنله، چې په هېواد  کې امنيتي ستونزې شته، خو زياته يې کړه:” د يو څه په اړه تصميم لرو، چې ټاکنې به ترسره کوو او دخپلو خلکو په همت به دا ازمون په بريا سره تر سره کړو.”

نوموړي د وري مياشتې د ١٦ مې نېټې په ټاکنو کې د يخو ولايتونو د خلکو د ګډون په اړه وويل، چې دهېواد په کچه د رايې ورکولو د سايټونو ارزونه روانه ده، ډېر ژر به بشپړه او که چېرته کوم وړانديز و، نو له دولت او کمېسيون سره به يې شريک کړي.

 سالنګي زياته کړه: چې که  د رايې ورکولو مرکزونو ته د نښلوونکو لارو د تړلو ستونزه را منځته شي، نو امنيتي ځواکونه به د ټاکنو له کمېسيون سره په همکارۍ هڅه وکړي، چې لارې له واورو پاکې او خلکو ته به په ټاکنو کې دګډون زمينه مساعده کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمد يوسف نورستاني هم په دې خبري غونډه کې وويل، چې د امنيتي راپور په وړاندې کولو کې ځنډ د ټاکنو خپلواک کمېسيون په کارونو او د ټاکنو په پروسه هېڅ اغېز نه لري.

 هغه زياته کړه، چې له تخنيکي او لوژستيکي اړخه هېڅ ډول اندېښنه نه شته، ټولې تيارۍ له  مهال وېش سره سمې نيول شوي او په کارونو کې به هېڅ ډول ځنډ را نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس هم وويل، چې د واورې ورېدو له امله د لارو بندېدو د ستونزې حل لپاره به هم هڅې وکړي.

هغه زياته کړه:(( ټاکنې ترسره کېږي، که خلکو تصميم نيولى وي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، نو په هر حالت کې په کې ګډون کولى شي.))

 په ورته وخت کې د  کابل ١١١ فرقې قوماندان جنرال قدم شاه شهيم، په دې خبري غونډه کې ډاډ ورکړ، چې په کابل کې به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو بشپړ امنيت وساتي.

ده وويل، چې هېڅ ډول ستونزه نه لري او افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنو پروسې دامنيت خوندي کولو لپاره په کار بوخت دي او له همدې اوسه يې زيان لېدونکې سيمې تر کار لاندې نيولې دي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه تر سره شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.