غزني ښار (پژواک ۱۷ مرغومی ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په اب بند او ده يک ولسواليو کې درې ملکي وګړي او يو وسله وال طالب وژل شوي دي.
د اب بند ولسوال الله داد حليمي د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر د دالانو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ولسوال وايي، وژل ملکي وکړو په اب بند ولسوالۍ کې ځمکه اخيستې، د خپلې ځمکې د ليدو لپاره روان و، چې مازدا موټر يې پر ځمکني ماين ور برابر شو.
د ولسوال په خبره، وژل شوې درې واړه د يوې کورنۍ غړي دي، خو دا چې څه سره کېدل؟ په اړه يې معلومات نه لري.
د يو بل خبر له مخې، د غزني د ده يک په ولسوالۍ کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د ده يک امنيه قوماندان سمونمل فيض محمد توپان وايي، چې د نن سهار په دې نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته د ايران جوړ يو ار. پي. جي راکېټ هم لاس ته ورغلى دى.
توپان زياتوي، چې پر راکېټ باندې د ايران ساخت نښه لګېدلې ده.
د امنيه قوماندان په خبره، په دې نيم ساعته جګړه کې پوليسو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
طالبانو د يادو دواړ پېښو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن