کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): لاريون کوونکو د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې نن تر غرمې د کابل _ کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
د سيداباد ولسوالۍ د اوتړو کلي اوسېدونکى صبغت الله د ټيلېفون پر کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سلګونو لاريون کوونکو د سيداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له نن سهار څخه تر غرمې لاره تړلې وه.
د سيمې يو بل اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، وويل چې لاريون د دې ولسوالۍ په شش قلعه، لوړه، هفت اسياب، سلطانخېلو، سالارو او سپين کلينيک په سيمو کې و.
لاريون کوونکي وايي، ځکه يې لاريون کړى او د اعتراض په توګه يې لاره تړلې وه، چې امنيتي ځواکونو د مرغومي په ١٤مه د دې ولسوالۍ د سيرک کلي په جومات کې قران کريم ته سپکاوى کړى.
دغه راز دوو تنو لاريون کوونکو پژواک ته وويل، چې د سپين کلينيک په سيمه کې يو لاريون کوونکى د امنيتي ځواکونو پر ډزو ټپي شوى خو يو بل تن وايي، چې په سلطانخېلو کې هم درې لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ميدان وردګو له ولايتي چارواکو او کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړو، خو تر ډېرو هڅو وروسته هم اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن