ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څارنوالۍ کې د رسنيو پر وړاندې د پرتو دوسيو د تړلو پرېکړه وشوه

څارنوالۍ کې د رسنيو پر وړاندې د پرتو دوسيو د تړلو پرېکړه وشوه

author avatar
9 Jan 2014 - 14:10
څارنوالۍ کې د رسنيو پر وړاندې د پرتو دوسيو د تړلو پرېکړه وشوه
author avatar
9 Jan 2014 - 14:10

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضايي غونډې په لويه څارنوالۍ کې د رسنيو د اړوند دوسيو د تړلو پرېکړه وکړه.

دغه مطلب د ولسمشر وياند ايمل فيضي د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته بيان کړ.

هغه زياته کړه، چې څه موده مخکې ولسمشر حامد کرزي د رسنيو له استازو سره د يوې ناستې پر مهال په دې اړه ژمنه کړې وه.

د فيضي په وينا، له رسنيو سره د يادې غونډې پر مهال د يو شمېر رسنيو استازو له ولسمشره وغوښتل، چې د دوى دوسيې دې وتړي، خو هغه مهال ولسمشر په شفاهي توګه پر دغه شرط ورسره ژمنه کړې وه، چې ملي ګټو ته به ژمن پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې نن په ارګ کې د ولسمشر په مشرۍ عدلي او قضايي غونډه جوړه شوې وه او ياده موضوع په کې مطرح شوه.

د ولسمشر وياند وايي، غونډې پرېکړه وکړه، د هغو رسنيو دوسيې، چې په څارنوالۍ کې موجودې دي، هغه دې سر له نن څخه وتړل شي او د هغو رسنيو دوسيې، چې په محکمه کې دي، د هغو په اړه دې عدليې وزارت ولسمشر ته وړانديز وکړي او بيا به يې ولسمشر د عفوې حکم ورکړي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې د بېلابېلو رسنيو دوسيې په لويې څارنوالۍ او محکمو کې پرتې دي.

پر رسنيو تور پورې شوى، چې د اصولو خلاف يې خپرونې کړې دي. ډېرى دوسيې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د سرغړونې د کمېسيون له لوري لويې څارنوالۍ ته معرفي شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.