کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون وايي، په پاکستان کې افغان تلويزيوني شبکو ته د خپرونو د اجازې نه ورکولو پر مهال دې د پاکستان د تصويري رسنيو خپرونې هم په افغانستان کې بندې شي.
د افغانستان تلويزيوني شبکې له ٢٠١١ زېږديز کال راپدېخوا په پاکستان کې د خپرونو اجازه نه لري، خو د شمشاد، لمر او طلوع تلويزيونونو خپرونې په خيبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د سټلايټ له لارې خپرونې وړاندې کولى شوې.
خو د يادو شبکو خپرونې هم په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې بندې شوي او پاکستان له افغاني شبکو غوښتي، چې په دغه هېواد کې د خپرونو پر مهال د کال اتيا زره ډالره د ټکس په توګه ورکړي.
د دغو شبکو چارواکو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خپلو خپرونو د پرې کېدو او له دوى څخه د کال اتيا زره ډالرو غوښتنې په اړه خپل شکايت د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو په کميسيون کې ثبت کړى و.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون، نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستياله سيمين حسن زاده جرګې ته ورغوښتې وه، ترڅو دې کميسيون ته په دې اړوند خپل معلومات وړاندې کړي.
مېرمن حسن زاده وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو څو ځلې په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو غوښتي، چې دغه وزارت ته حاضر شي او په پاکستان کې د افغاني شبکو د خپرونو د پرې کېدو په اړه ځواب ووايي، خو تر دې مهاله نه دي حاضر شوي.
هغې زياته کړه، رسنۍ هر کال د پاکستان حکومت ته د ٨٠زره ډالرو د ورکړې وس نه لري او پاکستان بايد په دې اړه له سره غور وکړي.
د هغې په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه موضوع د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت سره هم شريکه کړې ده، ترڅو دغه ستونزه له ډيپلوماټيکو لارو هواره شي.
مېرمن حسن زاده زياته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به دغه موضوع د وزيرانو شورا د دوشنبې ورځې (د مرغومي٢٣مه) په ناسته کې هم ياده کړي.
خو د شکايتونو د اورېدو کميسيون مشر زلمي زابلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ځانګړې توګه وزير پر نه پاملرنې تورن کړ او زياته يې کړه: “له تېرو دو اونيو راپدېخوا وزارت په دې نه دى توانېدلى، چې دغه موضوع له سفارت سره شريکه کړي.”
د هغه په وينا، که د پاکستان حکومت له افغاني تلويزيونونو ټکس اخلي، نو بايد افغانستان هم ورته عمل تر سره کړي او د پاکستان د ټتويزيونونو خپرونې بندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د پاکستان پنځه تلويزيونونه په افغانستان کې خپرونې لري.
د زابلي په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړ دى، چې له افغاني رسنيو څخه په بهر او د کور دننه دفاع وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې، پاکستان هېڅکله نه غواړي د افغانستان تلويزيونونه په دغه هېواد کې ليدونکي ولري.
د شمشاد خصوصي تلويزيون د خپرونو مشر خپلواک ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ٢٠١١ کال کې د دغې شبکې د خپرونو جواز لغوه شو او بيا يادې شبکې د بلوچستان په ځينو سيمو کې يواځې د سټلايټ له لارې خپرونې درلودې.
هغه وويل، چې افغاني شبکې د اتيا زره ټکس د ورکړې وس نه لري.
هغه له چارواکو د دغې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه او ويې ويل: “که د دواړو خواوو خپرونې ازادې وي، نو عامه افکار سره شريک کېږي او په سيمه کې ډېر ګټور پرېوځي.”
له دې وړاندې هم پاکستان څو ځلې د افغانستان د تلويزيونونو خپرونې، په دغه هېواد کې بندې کړې دي.
اوسمهال له دوه نيم ميليونو څخه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن