ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نجفي : امريکا او يوناما د ١٣٨٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنې کولې

author avatar
11 Jan 2014 - 16:40
author avatar
11 Jan 2014 - 16:40

کابل ( پژواک،٢١ مرغومى ٩٢ ) : د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء پخواني مشر د  ١٣٨٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د امريکا لاسوهنې تاييد او زياته يې کړه ، چې هغوى د ولسمشر کرزي د ناکامولو هڅه کوله.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء پخواني مشر  او د ترانسپورټ اوسني وزير داوود علي نجفي دغه څرګندونې د مرغومي په ٢١مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا ددفاع پخواني وزير رابرټ ګيټس په خپل کتاب  (دنده: د جګړې د وزير يادښتونه) کې په ډاګه کړې ، چې د افغانستان لپاره دامريکا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک د ١٣٨٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د حامد کرزي د ناکامولو هڅه کړې وه.

د افغانستان د ترانسپورټ وزير داوود علي نجفي ، چې د تېرو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء مشر و، درابرټ ګيټس څرګندونې تاييدوي.

هغه په ياده خبري غونډه کې وويل، چې د تېرو ولسشمريزو ټاکنو پر مهال دوو کسانو ددوى په کارونو کې ډېرې لاسوهنې کولې.

د نجفي په وينا، دغه کسان د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک او دويم يې پيټرګالبرېک ، چې په افغانستان کې د ملګرو متلونو د ځانګړي استازي ددفتر ( يوناما) مرستيال و.

هغه زياته کړه : (( دوى زموږ په کارونو کې ډېرې لاسوهنې کولې، زه ددې لاسوهنو دسترګو ليدلي حال  شاهد يم، له ټاکنو څو ورځې مخکې ريچارډ هالبروک په سفارت کې د ټاکنو په اړه يوه غونډه ونيوله، زه او د مدني ټولنې يو شمېر غړي يې غوښتي وو، هالبروک وويل، چې يو ساعت  وروسته له کرزي سره چې نه يې خوښيږي غونډه لري.))

نوموړى وايي، ده د اعتراض په توګه هالبروک  ته وويل، چې دامريکا ديوه استازي په توګه بايد د کوم کانديد د خوښولو او يا نه خوښولو څرګندونې ونه کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء پخواني مشر وويل ، چې د امريکا سفارت له لوري ورته يو ځل مکتوب راغى او سپارښتنه يې کړې وه ، چې د سرور احمدزي په ګډون څو ځانګړو کانديدانو ته ولاياتو ته د کمپاين لپاره زمينه برابره کړاى شي .

نجفي زياته کړه ، چې د نتايجو د لومړۍ دورې تر اعلان يوه ورځ مخکې خپل دفتر ته په لاره و، چې ديوناما د هغه مهال مرستيال پيټرګالبرېک ورته ټېلېفون وکړ  او د نتايجو د نه اعلان کولو سپارښتنه ورته وکړه.

د هغه په وينا، کمېسيون څو ورځې مخکې په هرات کې خپل يو استازى له دندې ګوښه کړى و، پيټرګالبرېک نيوکه وکړه، چې دغه مامور مو ولې له دندې ګوښه کړى دى .

نجفي وايي : (( ګالبرېک ددې ټېلېفوني اړيکې پر مهال ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو پايلې مو اعلان کړې، نو له ستونزو سره به مخامخ شئ او خپل قبر به پخپله وکيندئ.))

د ترانسپورټ اوسني وزير وويل ، چې د امريکا او يوناما دمرستيال اصلي موخه داوه، چې حامد کرزى په ټاکنو کې بريالى نه شي .

د هغه په وينا، د ټاکنو د لومړۍ دورې د پايلو اعلانول وځنډېدل، کله چې څو ورځې وروسته دوى په انټرکانټينينټال کې يوځل بيا ددې پايلو داعلان پروګرام ونيولو او ګڼ شمېر ژورنالېستان هم راغلي وو، نو هلته د يوناما کارکوونکو ددوى انټرنيټ او  برېښنا قطع  کړي و.

خو نجفي وويل، چې تر ډېرو هلو ځلو وروسته دوى انټرنيټ او غږ سيستم فعاله او پايلې يې اعلان کړې.

دى وايي، چې د همدوى له لاسه د تېرو ټاکنو پايلې جنجالي شوې.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ټاکنې ولې دويم دور ته نه وې تللې، وويل چې دا له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه وپوښتئ.

نجفي وويل ، چې هغه مهال د ټاکنو د پايلو له اعلان  څخه يوه ورځ مخکې ډاکټر عبدالله له بهرنيانو سره غونـډې لرلې او يوه ورځ وروسته يې اعلان وکړ، چې کرزي ته تېر شوى دى.

خو امريکا دغه ادعاوې ردوي، په کابل کې دامريکا دسفارت وياند رابرټ هيلټون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نجفي څرګندونې سمې نه دي،.

هغه زياته کړه : (( په يوه با ثباته افغانستان کې زموږ ګټې دي، چې ديوه باوري ټاکنو سره رامنځته کېږي، موږ د هېڅ يوه کانديد په بريا يا ماتې کې مرسته نه ده کړې.

دامريکا ددفاع پخواني وزير رابرټ ګيتس په ياد کتاب کې ادعا کړې، چې د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک په ٢٠٠٩ زېږديز کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د حامد کرزي د ناکامولو هڅه کړې وه.

ريچارډ هالبروک ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى و، تېر کال د ور پېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

رابرټ ګېټس زياته کړې، که څه هم هالبروک په دغه کار کې پاتې راغى، خو د حامد کرزي او ولسمشر اوباما د ادارې تر منځ يې بې باوري او واټن رامنځته کړ.

دى وايي، چې هالبروک په دې هڅه کې و، څو ټولو کانديدانو ته د امنيت، ترانسپورټ او په رسنيو کې مساوي ونډه ورکړل شي.

د ګېټس په وينا، هالبروک په دغه کار سره غوښتل، چې د کرزي په مقابل کې داسې حقيقي کانديدان را وړاندې کړي، څو کرزى اکثريت ترلاسه نه شي کړاى او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، چېرې چې کرزي بيا نه شواى ګټلاى.

د هغه په وينا، ريچارډ هالبروک او هماغه مهال په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکنبيري د ولسمشرۍ له نورو کانديدانو سره غونډې او ليدنې لرلې، له هغوى سره يې عکسونه اخيستل او د هغوى په کمپاينې غونډو کې يې برخه اخيسته او مشورې يې هم ورکولې.

سپينې ماڼۍ د رابرټ ګيټس څرګندونې رد کړې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.