کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٢): ” ترهګري د افغانستان او پاکستان خلکو لپاره ګډ ګواښ دى، چې ډېرى قربانيان يې د ډيورنډ د ليکې د دواړو غاړو اوسېدونکي دي.”
دغه څرګندونې ولسمشر حامد کرزي په خپل پيغام کې، د يوه ځوان هلک د زړورتيا د ستاينې په موخه، چې د خپل ځان په قربانولو سره يې د يوه ځانمرګي بريد مخه ونيوله کړې دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د اعتزاز احمد په نوم د ښوونځي يوه زده کوونکي تېره اونۍ د خيبرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې له يوه ځانمرګي بريد کوونکي سره د جګړې پر مهال، چې غوښتل يې ياد دغه ځانمرګى له ښوونځي را وګرځوي، ژوند له لاسه ورکړ.
راپورونه زياتوي، اعتزاز احمد د خپلې زړورتيا له امله بريد کوونکى دې ته پرېنښود، چې د ابراهيم زي ښوونځي دوه زرو زده کوونکو ته کوم زيان ورسوي.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي د اعتزاز احمد د زړور عمل د ستاينې تر څنګ، ترهګري او تاوتريخوالى د تيارو، د خلکو د وژلو او شاته پاتې کېدو وسيله وبلله او د هغه پر وړاندې درېدل يې د افغانستان او د پاکستان د خلکو ديني او انساني دنده وبلله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن