ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې يوه زوى خپل پلار وواژه

په فارياب کې يوه زوى خپل پلار وواژه

author avatar
11 Jan 2014 - 14:10
په فارياب کې يوه زوى خپل پلار وواژه
author avatar
11 Jan 2014 - 14:10

ميمنه ، باميان(پژواک ٢١ مرغومى ٩٢): په فارياب ولايت کې يوه زوى خپل پلار وژلى او په باميانو کې بيا يوه ځوانه نجلۍ د وسله والو کسانو له خوا وژل شوې ده.

د فارياب امنيه قوماندانۍ  له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار سربلند  وايي، دا  ٢٨ کلن ځوان نورمحمد نومېږي او  خپل پلار يې چې اختر محمد نومېږي او ٥٠ کاله عمر لري، د مارتول په ګوزار( د ډبرو ماتوونکې اله) پر سر وهلى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ د ميمنې ښار په لومړۍ ناحيه کې شوې  او د اخترمحمد زوى نيول شوى دى.

دې پوليس چارواکي زياته کړه، چې اخترمحمد خپله لس کلنه لور د بدل په بڼه په هرات کې د يوه هلک په نوم کړې وه، خو وروسته بيا د خپلې پرېکړې نه واوښت او ټاکل شوې وه، چې د نجلۍ د واده مراسم نن له يوبل هلک سره په ميمنه ښار کې تر سره کړي.

سمونيار سربلند وويل، چې نورمحمد دخپل پلار د وژنې په اړه پوليسو ته وويل، چې دده د خسر کورنۍ په هرات کې  ده مېرمن او څلور ماشومان يې يرغمل کړي او دى يې ګواښلى و، چې يا دې خپله خور هرات ته راولي او يادې خپل پلار ووژني.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، نور محمد ٩ کاله وړاندې واده کړى و او هغه مهال يې  په بدل کې ورکړل شوې خور وړوکې وه، اوس چې لويه شوې وه، نو نه يې غوښتل چې له دې هلک سره واده وکړي.

په ورته وخت کې  د هغه ځوان مړى چې درې مياشتې وړاندې له ميمنې ښار څخه تښتول شوى و، په داسې حال کې تر لاسه شوى، چې په ستوني کې يې رسۍ وه.

د ميمنې ښار د دويمي امنيتي حوزې د پوليسو يوې سرچينې وويل، چې دا مړى د يوه ريکشاوان دى، چې له خپلې ريکشا سره تښتول شوى و او مړى يې اوس  په ميمنه کې د يوې غونډۍ له شا له غار څخه تر لاسه شوى دى.

همدارنګه  د باميانو ولايت په ورث ولسوالۍ کې يوه ځوانه نجلۍ هم وژل شوې ده.

د باميان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر لومړى څارن محمدحسن حبيبي پژواک ته وويل، چې دا ١٧کلنه نجلۍ  تېره ورځ د ورث ولسوالۍ په يوه کلي کې د تومانچې پر ډزو وژل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د وژنې علت لا مشخص نه دى، پوليس سيمې ته استول شوي، څو د پېښې عاملين ونيسي.

خو يوې سيمه ييزې سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل، په کلي کې داسې اوازه ده، چې نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.