ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل موزيم ته له ١٤٠٠ څخه ډېر لرغوني اثار سپارل شوي

کابل موزيم ته له ١٤٠٠ څخه ډېر لرغوني اثار سپارل شوي

author avatar
11 Jan 2014 - 17:49
کابل موزيم ته له ١٤٠٠ څخه ډېر لرغوني اثار سپارل شوي
author avatar
11 Jan 2014 - 17:49

کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٢): په دې وروستي يوه کال کې د هېواد له بهر او داخل څخه د بوديزم دورې په ګډون له ١٤٠٠ څخه ډېر تاريخي اثار ملي موزيم ته سپارل شوي، چې دغې کړنې موزيم ډېر شتمن کړى دى.

 په دغو اثارو کې ٣١٧  هغه دي، چې ځينې يې د لوګر د مس عينک او د کابل ښار شهدا صالحين څخه تر لاسه شوي او د لرغون پېژندنې د انسټيټيوټ له لارې موزيم ته سپارل شوي دي.

د کابل ملي موزيم مشر عمراخان مسعودي له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې له دې پرته نور اثار د امنيتي ارګانونو له لوري کشف او تر لاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو اثار کې ٣٢ داسې ټوټې هم شته ، چې د خاورينو او مسي لوښو او مجسمو بېلابېل ډولونه لري.

 د کابل د ملي موزيم مشر د بهرنيو سرچينو په اړه وويل، چې بريټانيا د افغانستان د سفارت له لارې ٢١٥ مسي سکې او امريکا د سرو زرو پنځه ټوټې او يو د برونزو جګ افغانستان ته سپارلي دي.

  دغه لرغوني اثار د کوشانيانو د دورې په ګډون د بېلابېلو دورو پورې تړاو لري. کوشانيانو د دويمې او پنځمې پېړيو تر منځ په افغانستان کې ژوند کاوه.

مسعودي وويل: ” دغه اثار ټول روغ دي او موزيم ډېر شتمن کوي.”

 د ملي موزيم مشر زياته کړه، چې له ٢٠٠٧ کال راهيسې د لندن، ناروې، ډنمارک، جرمني موزيمونو او د انټرپول پوليسو په مرسته له بهره شاوخوا ٩ زره اثاره هېواد ته بېرته راوړل شوي دي.

 مسعودي زياته کړه، چې د کابل په ملي موزيم کې له زرو څخه ډېر تاريخي اثار موجود و، خو اويا سلنه يې د ١٣٧٠ لسيزې په جګړو کې لوټ او تاله شول.

 د هغه په وينا، د يادو جګړو له پيلېدو وړاندې د موزيم کارکوونکو ٢٢ زره مهم اثار په ارګ او له ٨ سوو څخه يې تر زرو پورې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ځاى پر ځاى کړل، ترڅو د له منځه تلو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.

 د ملي موزيم مشر وويل، چې اوسمهال په موزيم کې له ٤٠ زرو څخه تر ٥٠ زرو پورې اثار شته   او ټاکل شوې، چې سل زره نور لرغوني اثار د راتلونکي کال تر پايه په ملي موزيم کې وساتل شي.

 مسعودي زياته کړه: که څه هم د نورو پاتې اثارو لپاره اسناد جوړيږي، خو د کابل په ملي موزيم کې تر ټولو لرغوني اثار، چې اسناد يې جوړ شوي؛ يوه وړه مجسمه او ځينې سفالي اثار دي، چې لرغونتيا يې له ميلاد څخه ١٥ پيړۍ وړاندې ته رسيږي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د تاريخي اثارو د موندلو او د قاچاق وړونکو له لوري د قاچاق کولو پر مهال دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د هېواد په ځينو سيمو کې تاريخي اثار په خپلسري ډول لوټ او بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

 د هېواد د اساسي قانون د لومړي فصل د نهمې مادې له مخې، کانونه او نورې تر ځمکې لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دى، چې د دولت د ملکيتونو ساتنه، اداره او له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له ليارې تنظيميږي.

  د ملي موزيم د تېر کال عوايد، چې له هېواده بهر د تاريخي اثارو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول ، هم لوړوالى په ګوته کوي.

 د موزيم مشر وويل، چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې يې له دې لارې دوه سوه زره ډالره عوايد تر لاسه کړل، خو د تېر ٢٠١٣ کال عوايد ټولټال ٥ سوه زره ډالرو ته رسېدل.

 خو د موزيم کورني عوايد کم شوي دي. د ٢٠١٢ کال عوايد شا وخوا څلور سوه زره افغانۍ و او په ٢٠١٣ کال عوايد يواځې سل زره افغانۍ و، چې پر نندارچيانو د ټکټ پلورلو له لارې يې تر لاسه کړي دي.

 د عامو خلکو لپاره ټکټ شل افغانۍ، د هغو کسانو لپاره، چې عکاسي کوي ٤٠ افغانۍ او د بهرنيانو لپاره سل افغانۍ دى، خو زده کوونکي او محصلين په وړيا توګه له دغه موزيم څخه ليدنه کولى شي.

 د نورو اثار تر څنګ، د امير عبدالرحمن توره، د امان الله خان د کار مېز، د اسلامي دورې ډبرينه دروازه، چې په ځانګړي مهارت جوړه شوې، د افغان-انګرېز له جګړې څخه تر لاسه شوى ټوپک، د بودا مجسمه، ډبرينې، خټينې، مسي او برنجي کاسې، مسي سکې او د لومړۍ، دويمې او درېيمې پېړيو مسي سکې هم په دغه موزيم کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

 د کابل ملي موزيم، په ١٢٩٧ کال کې د باغ بالا په رسټورانټ کې د شاه امان الله خان له لوري تاسيس شوى، چې د وګړو پېژندنې، خام او د ستنې ګنډلو توکي او نور لرغوني شيان نندارې ته وړاندې کېدل.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.