کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د نړېدلې ودانۍ د بيا جوړېدو تړون د ايساف له ځواکونو سره لاسليک شو.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د تړون له مخې به په نږدې پنځه سوه زره امريکايي ډالره دغه ودانۍ له سره جوړه شي.
د نوموړي په وينا، د تړون له مخې به د سولې شورا لپاره هم دفتر جوړيږي، چې تړون يې نن د والي عبدالمجيد خوګياڼي او په ميدان وردګو کې د ايساف ځواکونو د قوماندان جګړن چېن ترمنځ لاسليک شو.
د ايساف ځواکونو قوماندان جګړن چېن وايي، د سيداباد ولسوالۍ د ودانۍ کار به دوه مياشتې وروسته پيل او تر اتو مياشتو به بشپړ شي.
نوموړي له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، چې د کار پر مهال دې ښه څارنه وکړي، تر څو اساسي او بنيادي کار وشي.
شاوخوا يو کال مخکې د سيداباد ولسوالۍ تر څنګ د امريکايي ځواکونو پر پوځي مرکز د موټريز ځانمرګي بريد له امله د ولسوالۍ ودانۍ هم ونړېده، چې تر دې مهاله نه وه رغول شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن