ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“عربان د ولسمشرۍ له يوه نوماند څخه د ملاتړ په موخه افغانستان ته راغلي دي”

author avatar
12 Jan 2014 - 20:09
author avatar
12 Jan 2014 - 20:09

کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي د عربانو له لوري د کم پيدا مارغانو پر ښکار د نيوکې ترڅنګ وايي، چې دوى د ولسمشرۍ له يوه کانديد څخه د ملاتړ او کمپاين لپاره افغانستان ته راغلي دي.

تېره اونۍ ځينو رسنيو داسې راپورونه او تصويرونه خپاره کړل، چې ځينو عربانو د هېواد په لوېديځ کې د مارغانو ښکار کاوه. دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د فرمان له مخې، په افغانستان کې ښکار کول منع کړى شوي دي.

د عربانو دغه کار له ځانه سره ډېر سخت غبرګونونه درلودل او مشرانو جرګې هم په دې برخه کې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د مشرانو جرګې غړي مولوي محمود دانشجو په نننۍ غونډه کې وويل، دغه عربان د تورېزم او سياحت تر پوښښ لاندې د کم پيدا الوتونکو د ښکار لپاره افغانستان ته راغلي او يو شمېر کم پيدا او وحشي حيوانات په غيرقانوني شکل ښکاروي.

هغه ادعا وکړه: “د هغو کره معلوماتو له مخې چې زه يې لرم، دغه عربان د ښکار ترڅنګ د ولسمشرۍ له يوه کانديد څخه د ملاتړ په موخه هم راغلي او غواړي، چې د خپلې خوښې وړ کانديد څخه ملاتړ وکړي او له هغه سره له نږدې وويني، چې د خلکو په منځ کې څومره نفوذ لري.”

د مشرانو جرګې يو بل غړى ګلالى احمدي هم ادعا کوي، چې عربان د کم پيدا الوتونکو د ښکار ترڅنګ، د يوې بلې موخې لپاره افغانستان ته راغلي او په راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې او له يوه ځانګړي کانديد څخه د ملاتړ په هڅې کې دي.

احمدي وويل، چې عربان په هيڅ ډول د مرغانو د ښکار اجازه نه لري او حکومت بايد په دې برخه کې کلک ګامونه پورته کړي، د دغه کار مخنيوى وکړي او د دغو عربانو موخه بايد معلومه شي.

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد عظيمي وويل، د ولسمشر د فرمان له مخې د مرغانو ښکار منع دى، خو عربان بيا د ښکار لپاره راځي، چې د شرم ځاى دى او حکومتي چارواکي هم له دې موضوع بې خبري څرګندوي.

هغه زياته کړه: “افغانستان د ښکار او عياشۍ ځاى نه دى، چې عربان ورته د همدې لپاره راغلي دي؛ موږ په خپله په اور کې سوځو، خو عربان راځي او دلته ښکار کوي.”

که څه هم د مشرانو جرګې غړو د دغه کانديد نوم وانخيست، خو ځينو رسنيو ويلي، چې دغه عربان د اوبو او انرژۍ د پخواني وزير او د عبدالرب رسول سياف لومړي مرستيال محمد اسماعيل په بلنه افغانستان ته راغلي او له ځانه سره يې ښکارکوونکي مارغان هم راوړي دي.

خو د استاد سياف د ټاکنيز ټيم د کمپاين مسوول داوود کلکاني په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې محمد اسماعيل کوم دولتي مقام نه لري او که کوم بهرني وګړي هېواد ته راځي، نو د افغانستان له حکومت څخه ويزه اخلي او دا په محمد اسماعيل پورې اړه نه لري.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار وويل، د هېواد په لوېديځ کې د عربانو له لوري د کم پيدا مارغانو د ښکار په اړه بايد د بهرنيو چارو وزارت او چاپېريال ساتنې چارواکي راوغوښتل شي او له هغوى څخه پوښتنه وشي، چې ولې د هېواد د ولسمشر د فرمان پر خلاف داسې يو کار ترسره شي؟

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې د نننۍ غونډې مشري يې کوله، وويل، مشرانو جرګې په دې اړه ځينې څېړنې کړئ او داسې اوازې وې، چې ګواکې دغو کسانو ته د استاد سياف لومړي مرستيال اسماعيل خان بلنه ورکړې، خو اسماعيل خان يواځې له دغو عربانو په هوايي ډګر کې هر کلى کړى دى.

هغه زياته کړه: دغو عربانو چې کومه غوښتنه درلوده؛ له افغانستان سره د پنځه کلن تړون خبره وه او د دغه تړون په چوکاټ کې به د دوى يو ټيم هر کال افغانستان ته راته او يوه موده به يې دلته تېروله، چې په دغه تړون کې د مارغانو ښکار هم موجود دى.

نوموړي وويل: “ولسمشر له دې تړون سره مخالفت ښودلى، خو ويلي يې دي، چې هر کال بايد يوې ډلې عربانو ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړل شي او زه فکر کوم، چې دغه کسان په همدې اساس راغلي، ځکه چې دا عربان له ويزې سره راغلي او د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه هم په جريان کې دي.”

ايزديار زياته کړه، دغو عربانو دوه ژمنې کړې، لومړى دا چې ښکار شويو ټولو الوتونکو ته به په فراه ولايت کې يو فارم جوړوي او دوهم دا چې د ولايت په بيارغونې کې به برخه اخلي، خو په دې شرط چې له دوى سره پنځه کلن تړون لاسليک شي، خو په دې اړه د دواړو دولتونو تر منځ هوکړه نه ده شوې.

د عربانو له لوري د ښکار کولو په اړه د ځواب ويلو لپاره نن د بهرنيو چارو وزير د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته رابلل شوى و، خو هغه په غونډه کې ګډون ونه کړ.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په خبري ناسته کې وويل، چې دغه موضوع يې د رسنيو له لارې اورېدلې او وزارت په هر اړخيز ډول په دې اړه څېړنې کوي.

د يادولو ده، چې پرون د مدني ټولنې د بنسټونو ځينو استازو په هرات کې لاريون کړى وو او د هېواد په لوېديځ کې يې د عربانو له لوري د کم پيدا مرغانو او ژويو له ښکار سره خپل ښکاره مخالفت څرګند کړى دى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.