جلال اباد ( پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٢ ) :: په ننګرهار ولايت کې ٢٥ قلمه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل، چې له بېلابېلو سيمو څخه ټول شوي وو، په عام محضر کې وسوځول شول.
د عامې روغتيا ځايي چارواکي وايي، چې په دې کې دا ډول درمل هم شامل وو، چې په ناسمو شرايطو کې ساتل شوي وو او يا يې هم کيفيت خراب و.
د عامي روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد ددې درملو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ٢٥ قلمه درمل ديوه ګډ پلاوي په شتون کې وسوځول شول.
د هغه په وينا، يو شمېر درمل په داسې ګودامونو کې ساتل کېدل، چې په طبي معيارونو برابر نه وو.
ډاکټر شېرزاد وويل، چې يو شمېر درمل د داسې کمپنيو له خوا جوړ شوي وو، چې د طب ټاکلي معيارونه يې په پام کې نه و ، نيولي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس پر خلکو غږ وکړ، چې له دوى سره په دې برخه کې مرستې وکړي.
په ختيځ کې د درمل پلرونکو د اتحاديې مشر ډاکټر نجيب الله صاحبزاده بيا ادعا کوي ، چې د عامې روغتيا رياست له لوري يواځې درې قلمه درمل سوځول شوي او نور راټول شوي درمل يې حيف و ميل کړي دي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي سيراحمد د عامې روغتيا رياست دغه اقدام وستايه او زياته يې کړه، چې ځينې درمل پلورونکي د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.
د هغه په وينا، په درملتونونو کې ډېرى درمل يا تاريخ تېر وي او يا هم بې کيفيته.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم څو څو وارې په دې ولايت کې تاريخ تېر اوبې کيفيته درمل سوځول شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن