ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د روزل شوو ښځو اقتصادي حالت ښه شوى

په کندهار کې د روزل شوو ښځو اقتصادي حالت ښه شوى

author avatar
12 Jan 2014 - 11:02
په کندهار کې د روزل شوو ښځو اقتصادي حالت ښه شوى
author avatar
12 Jan 2014 - 11:02

کندهار (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت د ښځو چارو رياست وايي، چې د بوديجې پر نشتوالي سربېره يې سلګونه مېرمنو ته په بېلابېلو صنعتي برخو کې زده کړې ورکړي او هغوى يې د دې جوګه کړي، چې خپل لوېدلى اقتصادي حالت په خپله ښه کړي.

د ښځو چارو رياست د اقتصادي چارو مديرې ليلما نوري له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په ٢٠١٣ کال کې يې دکندهار تر ٤٠٠ زياتو مېرمنو ته د خياطۍ، خامکدوزۍ، پردې جوړولو، مرۍ اوبدلو، سينګارتون (ارايشګاه) او نورو برخو کې روزنيز پروګرامونه جوړ کړي وو.

هغې زياته کړه، که څه هم د ښځو چارو رياست انکشافي بوديجه نه لري، خو دغه ټولې چارې يې د بهرنيو مرستندويه ادارو په مرسته تر سره کړې دي.

نوموړې په دغه کال کې د ښځو د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې لومړى پروګرام د کندهار ٣٠ تنو بې وزلو مېرمنو ته د پردې جوړولو د هنر ور ښودل و، چې پوره دوه مياشتې د تکړه ښځينه ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکړل شوې.

د دې په وينا، دغه پروګرام د “رامپ اپ” موسسې له خوا تمويلېده، چې په پاى کې فارغو شوو ټولو مېرمنو ته د پردو جوړولو ماشينونه او اړوند سامان الات ورکړل شول.

دا وايي، فارغې شوې مېرمنې د دې جوګه شوي، چې په خپلو کورونو کې د پردو جوړولو کار تر سره کړي او له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه برابره کړي.

ليلما بې وزلو مېرمنو ته د روزنيزو پروګرامونو په لړ کې تر ټولو مهم پروګرام له سوالګرۍ څخه د مېرمنو راګرځول او هغوى ته د حرفوي زده کړو ښودل ښيي.

دا وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د سوالګرو مېرمنو شمېر زيات شوى و، چې پر بنسټ يې هغوى په دوو پړاوونو کې هر ځل سل تنه سوالګرې مېرمنې د سړکونو له سره راټولې او د درېيو مياشتو په موده کې هغوى ته د خياطۍ او خامکدوزۍ زده کړې ورکړې.

د دې په خبره، د دغه پروګرام دويم پړوا اوس هم دوام لري او همد اوس هم سل سوالګرې تر روزنې لاندې دي، چې يوه مياشت يې تېره شوې او دوه  مياشتې يې لا پاتې دي.

ليلما د دې ترڅنګ د کندهار ښار په اوومه او اتمه ناحيو کې په دوو جلا جلا روزنيزو پروګرامونو کې د ٨٠  مېرمنو د روزلو يادونه هم وکړه، چې د سينګارتون (ارايشګاه) په برخه کې ورته دوه مياشتتۍ زده کړې ورکړل شوې دي.

دا وايي، فارغې شوې مېرمنې اوسمهال په خپلو کورونو کې بېلابېل کارونه مخ ته وړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ ساتلو ته اوږه ورکوي.

نوموړې وايي: ((له ګڼو ستونزو سربېره چې مېرمنې يې لري، بيا هم ٢٠١٣ کال د کندهار د مېرمنو لپاره ښه و، ځکه سلګونه مېرمنې توانېدلې، چې لومړى کار زده کړي او بيا له همدې لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.))

د ښځو چارو رياست دغې مسوولې د راتلونکي کال د پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دغه کال کې به په کندهار کې د مېرمنو لپاره بېکري، نانوايي، ښځينه مارکېټ، د خياطۍ دستګاه او نور جوړوي.

د هغې په وينا، دا هغه پلانونه دي، چې د ښځو چارو رياست يې په تېر کال کې د ترسره کولو هڅه کوله، خو د بوديجې د نشتوالي له امله نوي کال ته پاتې شول.

دا وايي، هڅه يې دا ده چې په کندهار کې د مېرمنو لپاره د خياطۍ يوه داسې دستګاه جوړه کړي، چې د اوږدمهال لپاره به په کې مېرمنې د خياطۍ په برخه کې روزل کېږي.

دغه راز هغې وويل، چې په دغه کال کې به د لومړي ځل لپاره مېرمنو ته د پخلي (اشپزي) روزنيز پروګرامونه هم جوړ کړي، تر څو مېرمنې وتوانېږي په دې توګه په دفترونو کې د پخلي په برخه کې ځانونو ته کارونه پيدا کړي.

ګڼ شمېر هغه مېرمنې، چې په تېر کال کې په بېلابېلو برخو کې روزل شوي، اوس مهال په خپلو کورونو کې کارونه کوي او په دې توګه يې ژوند تر پخوا ښه شوى دى.

د سليمې په نوم يوه مېرمن چې پخوا يې له مجبورۍ د شتمنو خلکو په کورونو کې د جامو مينځلو او کور جارو کولو کار کاوه اوس په خپل کور کې د پردو جوړولو کار کوي.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل، خاوند يې معيوب دى او اولادونه يې کوچني دي، ځکه نو د ګټې وټې بل څوک نه لري.

دا وايي، په کورونو کې د جامو مينځلو کار ډېر سخت و او پيسې يې هم کمې وې، اخر يې د ښځو چارو رياست ته ولاړه او هلته يې د پردو جوړولو په پروګرام کې برخه واخيسته او د فراغت پر مهال د پردو جوړولو ماشين او اړوند سامان الات هم ورکړل شول.

د نوموړې په وينا، اوس په خپل کور کې د پردو جوړولو کار کوي او هر ډول ډيزاين پردې جوړولاى شي، په لومړيو کې يې مشتريان نه لرل، خو کله چې يې پر خپل کور د پردو جوړولو لوحه نصب کړې، نو اوس ډېرې مېرمنې پردې د جوړولو لپاره هغې ته وروړي.

د معصومې په نوم يوې بلې مېرمنې بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنۍ خراب اقتصادي حالت سوالګرۍ ته اړه کړې وه، خو له دې لارې ډېرې کمې پيسې لاس ته ورتللې.

دا وايي، يوه ورځ چې په سوالګرۍ بوخته وه ، نو د ښځو چارو رياست مېرمنو ورسره بوتله او هلته يې ورته د خياطۍ زده کړې پيل کړې.

د نوموړې په وينا، د خياطۍ تر زده کولو وروسته اوس په کور کې کار کوي، چې نه يواځې نورې مېرمنې جامې د ګنډلو لپاره وروړي، بلکې د بازار دوکاندران هم ورته جامې د جوړولو لپاره ورکوي.

په کندهار ولايت کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ ناامنۍ او جګړې هغه څه دي، چې د ښځو ژوند يې خراب کړى دى، ځکه ګڼو مېرمنو پکې خپل خاوندان، وروڼه او يا نور بايللي چې د کورنيو د ګټې وټې يواځينۍ سرچينه ګڼل کېږي.

د ښځو چارو رياست په داسې حال کې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره کار کوي، چې د مسوولينو په وينا يې هيڅ راز انکشافي بوديجه نه ورکول کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.