ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٢١٥ ميوند قول اردو نوي تاسيسات ګټې اخستنې ته وسپارل شول

author avatar
13 Jan 2014 - 14:20
author avatar
13 Jan 2014 - 14:20

لښكرګاه (پژواك ۲۳مرغومي ۹۲): په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو لپاره د ٣٧ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي تاسيسات، ګټې اخستنې ته وسپارل شول .

د ياد شوي قول اردو قوماندان تورن جنرال سيد ملوك، تېره ورځ ناوخته په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې وويل، په دغو تاسيساتو کې ، چې د ګرشک ولسوالۍ په شوراب سيمه کې موقعيت لري، پنځوس بلاکونه شامل دي .

د ده په وينا، دغه ودانۍ په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوي او ٣٧ مېليونه امريکايي ډالره لګښت يې د امريکا متحده ايالتونو ورکړى دى .

سيدملوک زياتوي، چې د دې تاسيساتو په جوړېدو سره، د ياد شوي قول اردو د ودانيو د کموالي ستونزه له منځه ولاړه .

دى وايي، چې د دې ودانيو په جوړېدو سره به د قل اردو چارې نورې هم ښې تنظيم شي. 

۲۱۵ ميوند قول اردو په  ۱۳۸۸ كال كې فعاليت پيل کړى او تر دې مهاله يې په شوراب کې په هغو ودانيو کې فعاليت درلود، چې د بريتانيې هېواد لخوا جوړې شوي دي .

د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور په يادو مراسمو کې د خبرو پر مهال د دې تاسيساتو پر جوړېدو خوښي وښوده او د ملي اردو له مشرانو يې وغوښتل، چې د ودانيو ساتنې ته  پوره  پاملرنه وكړي.

هغه وويل، چې په  هلمندكې د بهرنيانو لخوا په ملكي او پوځي برخو كې تر سره  شوې مرستې پر ځاى لګول شوي دي.

د ده په وينا، اوس افغان ملي پوځ د دي جوګه شوى ، چې د خپل هېواد امنيت  په خپله وساتي.

بختور له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز په برخو کې نورې اړينې مرستې هم  وکړي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.