ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې درې  پوليس وژل شوي

اروزګان کې درې پوليس وژل شوي

author avatar
14 Jan 2014 - 11:53
اروزګان کې درې  پوليس وژل شوي
author avatar
14 Jan 2014 - 11:53

ترينکوټ (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): په اروزګان ولايت کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په مرسته پر يوې پوستې بريد کړى او د قوماندان په ګډون يې درې پوليس د چړو په ګوزارونو وژلي دي.

دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د چارچينو ولسوالۍ د دوان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارچينو امنيه قوماندان ولي داد د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو په دې پوسته کې ١٠ پوليس وو، خو تېره شپه يې درې تنه رخصت وو.

هغه زياته کړه، چې د پوستې په يوه خونه کې درې او په بله کې دوه پوليس پراته و او دوو نورو پيره کوله.

ولي داد وايي، پيره کوونکو پوليسو له وسله والو طالبانو سره اړيکې لرلې او  نن سهار په پنځو بجو يې وسله وال طالبان پوستې ته ور غوښتي وو.

د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان د يادو پوليسو په مرسته په يوه خونه کې د پوستې قوماندان معصوم له دوو پوليسو سره د چړو په وسيله وژلى دى.

د چارچينو امنيه قوماندان وايي، د بلې خونې پوليس کله چې خبر شوي، نو مقاومت يې کړى او بالاخره پيره کوونکي دوه پوليس له وسله والو طالبانو سره تښتېدلي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو په مرسته يې پنځه پوليس وژلي او د هغوى پنځه ميله وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.