ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ښځې د تښتوونکو له بنده را خوشې شوې

درې ښځې د تښتوونکو له بنده را خوشې شوې

author avatar
15 Jan 2014 - 14:11
درې ښځې د تښتوونکو له بنده را خوشې شوې
author avatar
15 Jan 2014 - 14:11

تالقان (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): په تخار کې يوه ښځه په وسله واله نښته کې ووژل شوه او امنيتي ځواکونو درې نورې ښځې او درې نارينه د وسله والو تښتوونکو له منګولو ژغورلې دي.

د تخار د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالخليل عزيزي وايي، چې دا مېرمن له ينګي قلعه ولسوالۍ په يوه کرولا موټر کې روانه وه، چې د تخار په مرکز تالقانو ښار کې يې پر موټر وسله وال بريد وشو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې مېرمن ووژل شوه او يو بل سړى او کوچنۍ نجلۍ ټپيان شول.

عزيزي زياته کړه، چې بريدګر له سيمې تېښته وکړه، خو وروسته بيا د پوليسو له خوا ونيول شو او ترې دوه کلاشينکوفونه، يو ميل چره يي او يو بې پلېټه کرولا موټر نيول شوي دي.

له بلې خوا بيا د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ درې نارينه او درې ښځې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وويل، چې دا درې ښځې او درې نارينه د يوې کورنۍ غړي وو او دوه ورځې وړاندې د نامعلومو وسله والو له خوا د شخصي دښمنۍ له امله د واده له يوه محفله تښتول شوي وو.

هغه وويل، چې له دې پېښې وروسته پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو عمليات وکړل او ياد شپږ تنه يې د استوګني په يوه کور کې وموندل، خو تښتوونکي يې په تېښته بريال شول.

تيمور زياته کړه، چې د تښتوونکو د نيولو لپاره د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

پوليسو له ٢٥ کيلوګرامه نشه يي توکو سره د دوو کسانو د نيولو خبر هم ورکړى او وايي، چې ١٧ کيلو هيرويين په يوه ګازډبه کې اېښودل شوي وو او د بدخشان ولايت ته لېږدول کېدل، خو د تالقانو ښار د تلاشۍ په پوسته کې کشف او په تړاو يې يو تن ونيول شو.

د تخار د امنيه قوماندانۍ سرپرست وايي، چې د تالقان په څلورلارې کې يې اته کيلو چرس هم له يوه تن سره يو ځاى نيولي دي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ پنځه کسه له ٢٠ کيلوګرامه نشه يي توکو سره د تخار ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې تاجکستان ته د دغو توکو د وړلو پر مهال د هغه هېواد سرحدي ساتونکو په نښه کړل، چې يو ترې ووژل شو او څلور نور وتښتېدل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.