ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر دې ډېر ژرامنيتي سند لاسليک کړي”

“ولسمشر دې ډېر ژرامنيتي سند لاسليک کړي”

author avatar
15 Jan 2014 - 14:06
“ولسمشر دې ډېر ژرامنيتي سند لاسليک کړي”
author avatar
15 Jan 2014 - 14:06

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): د مدني ټولنې غړو او فرهنګيانو په يوه مدني خوځښت کې يو قلم ولسمشر حامد کرزي ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړ، څو له امريکا سره ډېر ژر امنيتي او دفاعي سند لاسليک کړي.

دوى چې شمېره يې لسګونو کسانو ته رسېده، نن له غرمې وړاندې د ولسي جرګې په مخ کې راغونډ شول او غوښتنه يې وکړه، چې ولسمشر کرزى دې د دغه تړون په لاسليک کې ځنډ نه کوي.

معترضينو وويل، چې د امنيتي سند په لاسليک کې ځنډ به هېواد د ناورين پر لور بوځي.

د مدني ټولنې يوه فعال او د ياد خوځښت ګډونوال عبدالصمد اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي او دفاعي سند نه لاسليک د افغانانواندېښنې پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له ولسمشره غواړو، چې د هېواد د لوړو مصالحو په خاطر دې امنيتي سند لاسليک کړي، ځکه چې افغانستان اوس په ښه وضعيت کې نه دى.))

د کابل پوهنتون محصلې صُبرې اميني وويل، چې دوى دغه مدني حرکت بې له ځنډه د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي سند د لاسليک لپاره کړى دى.

هغې زياته کړه: ((که چېرې امنيتي سند ژر لاسليک نه شي، افغانستان به ناورين او پخوانيو جګړو ته وګرځول شي.))

معترضينو په پاى کې يو قلم هم په نمايشي ډول ولسي جرګې ته وسپاره، څو  هغه ولسمشر کرزي ته ورکړي او ولسمشر امنيتي سند لاسليک کړي.

ددوى په پرېکړه ليک کې يادونه شوې، چې که حکومت د امنيتي سند په لاسليک کې د ځنډ په اړه قانوني او قناعت بښونکى ځواب ورنه کړي، نو د خلکو غږ به د مدني خوځښت په بڼه ولايتونو ته پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده، امريکا تل ټينګار کړى، چې حامد کرزى بايد دا سند ډېر ژر لاسليک کړي، څو هغه له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو يو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو لپاره قانوني سند ولري، خو د امريکا او افغانستان اړيکې د امنيتي سند په لاسليک کې د ځنډ له امله پيکه شوې دي.

حامد کرزي ټينګار کړى، چې د سولې د خبرو عملي پيل او د امريکايي ځواکونو له خوا د افغانانو پر کورونو د عملياتو بندېدا د دغه سند د لاسليک لپاره د افغانستان شرطونه دي او څو چې نه وي منل شوي، سند به لاسليک نه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.