اسلام اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تبليغيانو په يوه مرکز کې د چاودنې له امله اته تنه وژل شوي او ٥٨ نور ټپيان دي.
د خيبر پښتونخوا د ايالت وياند او د روغتيا وزير شوکت يوسفزى وايي، چې دا چاودنه نن ماښام په شاوخوا پنځو بجو د پېښور په چارسده روډ سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
دى زياتوي، په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او له دېرشو زيات ټپيان دي.
د هغه په وينا، ټپيان د پېښور ليډي ريډينګ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
خو په سيمه کې د پوليسو يوه چارواکي وويل، چې په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ٥٨ نور ټپيان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن