ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نى: ټاکنو کې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه رسنيو ته ستونزې جوړوي

نى: ټاکنو کې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه رسنيو ته ستونزې جوړوي

author avatar
16 Jan 2014 - 13:31
نى: ټاکنو کې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه رسنيو ته ستونزې جوړوي
author avatar
16 Jan 2014 - 13:31

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى٩٢): د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) وايي، چې د ټاکنو په پروسه کې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه، سره له دې چې قانوني ستونزې لري، رسنيو ته نوې ستونزې هم زېږوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو کمېسيون تېره ورځ د ټاکنو په پروسه کې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه په يوولسو مادو کې تصويب کړه .

له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) اجرائيوي مشر عبدالمجيب خلوتګر د مرغومي په ٢٦مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم په لايحه کې د قانوني ستونزو تر څنګ حقوقي اصلاحات هم په سمه توګه نه دي کارول شوي، چې د ټاکنيزو خپرونو په پوښښ کې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((په دې لايحه کې د تخطي پر ځاى تخلف ليکل شوى، چې له قانوني پلوه دغه کمېسيون د رسنيود تخطۍ د څېړلو واک لري، نه د تخلف.))

خلوتګر وايي، په دې لايحه کې د کانديدانو په اړه د نظرسنجي شرايط نه دي مطرح شوي، چې دغه کار د قانون جوړونې له نوي دود سره په مخالفت کې دى.

د هغه په وينا، د دې لايحې په پنځمه ماده کې ټينګار شوى، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو کانديدان نه شي کولاى د راډيو او تلويزيون د کومې خپرونې د مجري په توګه دنده ترسره کړي.

په ياده ماده کې راغلي: ((د رسنيو خاوندان، ژورنالېستان، متصديان او د راډيو او تلويزيوني خپرونو چلوونکي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو کانديدان وي، د ټاکنيزو سياليو په ټاکل شوې موده کې نه شي کولاى د خپرونو د چلوونکو او يا نطاق په توګه دنده ترسره کړي.))

خو خلوتګر وايي، چې دغه ماده د کار د قانون له ٢٥مې مادې سره په ټکر کې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، په ياده ماده کې يواځې دولتي کار کوونکي مکلف ګڼل شوي څو د کانديداتورۍ پر مهال له خپلو دندو استعفاوې وکړي.

هغه زياته کړه: ((کار کول د ژورنالېستان مسلم حق دى، دا حق بايد ترې وانه خيستل شي.))

د خلوتګر په وينا، په دې لايحه کې ټينګار شوى، چې رسنۍ بايد د هرې مياشتې په وروستيو کې د خپلو هغو مالي حسابونو په اړه د رسنيو کمېسيون ته معلومات ورکړي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو له تبليغاتو يې ترلاسه کوي.

خو خلوتګر وايي، چې رسنۍ د هر کال په پاى خپل مالي راپور د رسنيو عالي شورا او ماليې وزارت ته وړاندې کوي نو اړينه نه ده چې د رسنيو کمېسيون ته هم د خپلو مالي حسابونو په اړه معلومات ورکړي.

خلوتګر د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ تر پرونه پورې د رسنيوکمېسيون ته ويل، چې دغه لايحه له موږ سره شريکه کړي او وروسته له هغه يې خپره کړي ، خو هغوى هېڅ اعتنا ونه کړه او دا چې دا لايحه حقوقي، قانوني او تخنيکي ستونزې لري، د کمېسيون غړو يا دغه کار د خپلو واکونو د لوړولو لپاره قصداً کړى او يا د کمېسيون په غړو کې دا وړتيا نه وه، چې له ستونزو پرته لايحه جوړه کړي.))

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو د کمېسيون مشره فريده نېکزاد وايي، چې دغه لايحه د رسنيو له وړانديزونو سره سم او د ټاکنو قانون د ٥٠مې او ٦٠مې مادو پر اساس جوړه شوې او قانوني ستونزې نه لري.

 هغې پژواک اژانس ته وويل، چې ياده لايحه له رسنيو سره مرسته کوي څو په ښه توګه د ټاکنو پروسه تر پوښښ لاندې راولي او که چېرې له دې لايحې کانديدان او يا هم رسنۍ سرغړونه وکړي، نو د ګواښ تر څنګ به له نغدي جريمې سره هم مخ شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.