ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کابل ښاروال دې له دندې لرې کړل شي”

“کابل ښاروال دې له دندې لرې کړل شي”

author avatar
16 Jan 2014 - 16:16
“کابل ښاروال دې له دندې لرې کړل شي”
author avatar
16 Jan 2014 - 16:16

کابل(پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): د ولسي جرګې يو شمېرغړو د ګذر وکيلانو سره په ګډه ناسته کې د کابل ښاروال د ځمکو په غصب او د جعلي قبالو په ورکړه تورن کړ او د لرې کولو غوښتنه يې کوي.

په دغه ناسته کې،چې د دوو سوو نه زياتو کسانو په ګډون جوړه شوې وه، ښاروال يې تورن کړ، چې ځينو بلاکونو او سوداګريزو ودانيو جوړولو ته يې د پنځو پوړونو اجازه ورکړې وه، پنځلس پوړه جوړ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي احسان الله صاحبزاده ادعا وکړه، چې  کابل ښاروال محمديونس نو اندېش د کابل ځمکې، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې استملاک شوې او مالکانو يې د ځمکې پيسې تر لاسه کړې وې، دويم ځلي يې د ښاري ماسټر پلان سره د تضاد له امله د جعلي قبالو په صادرولو سره نورو افرادو ته توزېع کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په ډېرو دې ځمکو کې اوس هم کار روان دى او حتى په ځينو برخو کې دوى تر اوو پوړونو پورې د استوګنې بلاکونه جوړ کړي دي.

صاحبزاده ددې ځمکو موقعيت د پولي تکنيک له څلورې لارې تر شاداب ظفر بلاکونو پورې وباله  او ويې ويل، چې  داستوګنې ددې بلاکونو ډېره برخه په وروستيو دوو کلونو کې خلکو ته ورکړل شوې او بيا رغونه هم عملا په کې روانه ده.

دې استازي د کابل ښاروالۍ د قرار دادونو په روڼتيا هم نيوکه وکړه او د بېلګې په ډول يې د کابل ښار والۍ د دوو ناحيو له ودانيو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، چې د دويمې ناحيې ودانۍ په ٢٢ ميليونه او د نهمې ناحيې ودانۍ د ٩٣ ميليون افغانيو په لګښت له څه ساختماني توپير پرته جوړه شوې ده.

 د کابل يوه بل استازي عبدالقادر وطندوست هم د کابل ښاروالۍ د پروژو په روڼتيا نيوکه وکړه او وايي، په هغه ناسته کې چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې يې د ګذر له وکيلانو او ځينو استازو سره درلوده ، د ښار والۍ په کار نيوکه وشوه او د سلو نه زياتې عريضې راټولې شوې.

   ده وويل، چې وروسته بيا دخلکو ستونزې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې شريک  او بالاخره پرېکړه وشوه،  چې يو پلاوى د ښاروالۍ له کارونو څارنه وکړي.

 نوموړى وايي، چې پلاوي د څارنې پرمهال داسې اسناد او شواهد تر لاسه کړي، چې په ښاروالۍ او ټيم کې يې فساد څرګندوي او دا کار ددې سبب شو، چې د پلاوي د پلټنو مخه ونيول شي.

 نوموړي د ګواښ په توګه وويل:(( که چېرته د کابل اوسېدونکو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو د ښاروال تر لرې کولو پورې به ددې ادارې پر وړاندې خيمه ووهم.))

 د ولسي جرګې يوه بل غړي محمدهاشم مهدوي هم وويل:((موږ ښاروال او دده په فساد کې ښکېل ټيم نه غواړو.))

دى وايي، ټاکل شوې وه، چې له ښاري ماسټر پلان سره سم د مرکزي سيلو پر وړاندې يوه شنه سيمه او وړکتون جوړ شي، خو سره ددې چې دا کار ونه شو، ځمکه يې هم غصب شوه.

 د دوى د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د ښاروال  د لرې کېدو او څارنوالۍ ته د ورپېژندلو غوښتنه وکړه.

 د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر ارزو له پژواک خبري اژانس سره په ټيليفوني اړيکه کې د ځواب له ورکړې ډډه وکړه او ويې ويل، چې ښاروال هند ته په سفر تللى او په ده پورې اړه لري، چې په دې اړه معلومات ورکړي.

د يادونې  ده، چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون هم د روانې مياشتې د مرغومې د ١٨ مې نېټې په عمومي غونډه کې کابل ښاروال د ځمکو په غصب او اداري فساد تورن کړ او جرګې پرېکړه وکړه، چې ښاروال استجواب ته حاضر کړي.

خو د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس دا ټولې ادعاوې رد  کړې او ويلي يې وو، چې ښاروال حاضر دى، څو ټولو پوښتنو او د ولسي جرګې اندېښنو ته ځواب ووايي.

هغه زياته کړې وه: ((دا غږونه په ولسي جرګه کې داسې وخت پورته کېږي، چې کابل ښاروالۍ د لوړ پوړو ودانيو  خاوندانو ته، چې له پارکينګونو يې ناوړه استفاده کوي، د قانوني چلند خبر دارى ورکړى دى.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.