ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: ترهګرۍ سره مبارزه کې د قرباني او ترهګر ترمنځ بايد توپير وشي

حامد کرزى: ترهګرۍ سره مبارزه کې د قرباني او ترهګر ترمنځ بايد توپير وشي

author avatar
18 Jan 2014 - 18:47
حامد کرزى: ترهګرۍ سره مبارزه کې د قرباني او ترهګر ترمنځ بايد توپير وشي
author avatar
18 Jan 2014 - 18:47

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د کابل د پرون شپې بريد په کلکو ټکو غندلى، خو ټينګار يې کړى، چې ترهګرۍ سره مبارزه هغه مهال بريالۍ کېدای شي چې د قرباني او ترهګر ترمنځ توپير وشي.

د درېيو کسانو له خوا ترسره شوی دغه ډله ييز بريد د مرغومي په ۲۷مه د ماخوستن په اوو بجو او ۲۰ دقيقو د وزير اکبرخان د څوارلسم سړک په درېيمه کوڅه کې د ليبنز په نوم پر رستورانت وشو. د لبنانيانو ياد دغه هوټل ته ډېری بهرني وګړي او په کابل کې مېشت ديپلوماتان ورځي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٢١ کسان وژل شوي چې ١٣ يې بهرنيان او اته نور افغانان دي.

له ارګ څخه د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په سختو ټکو غندلى او هغه يې يو جنايتکارانه عمل بللى دى.

هغه زياته کړې: ((له ترهګرۍ سره مبارزه هغه مهال بريالۍ کېدای شي، چې د قرباني او ترهګر ترمنځ توپير وشي او د ترهګرۍ له عواملو سره مبارزه وشي.))

د ولسمشر کرزي په وينا، په دې برخه کې که ناټو او په سر کې يې د امريکا متحده ايالات غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، بايد ترهګري په نښه کړي.

نوموړى وايي، د ترهګرۍ قرباني او د ترهګرۍ عامل دواړه ستراتيژيک متحد تلقي کول، هغه سياست دی چې په تېره لسيزه کې يې په افغانستان کې د بې شمېره قربانيو لامل شوی دی او هېڅ ډول بريا يې نه ده لرلې.

ولسمشر کرزي زياته کړې، د افغانستان خلک په دې باور دي، چې پاکستان او د امريکا متحده ايالات کولی شي په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

هغه ويلي: ((سولې ته د رسېدو لپاره او د افغانستان د سولې او پخلاينې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ توپير يو روښانه سياست او ستراتيژۍ ته اړتيا لري.))

ولسمشر کرزي د بېګانۍ پېښې د کورنيو او بهرنيو قربانيانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.