کندهار ښار (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٢): په کندهار ولايت کې د يوه توغندويي بريد له امله د فوټبال درې تنکي لوبغاړي وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر ناوخته په ميوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې سيمه کې د وسله والو له خوا يو توغول شوى توغندى د لوبو پر يوه ميدان لګېدلى، چې له امله يې د فوټبال درې تنکي لوبغاړي وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
نوموړى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
جاوېد فيصل د وژل شويو او ټپي ماشومانو عمرونه د لسو او ١٥ کلونو ترمنځ ياد کړ.
د هغه په خبره، دا توغندى د وسله والو له خوا توغول شوى و، خو وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى خپل مخالفين پېژني او دقيق بريدونه کوي. هغه ادعا وکړه، چې دا کار ددوى مخالفينو په قصدي توګه ترسره کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې نن تر غرمې وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په بازار کې هم د چاودنې له امله درې پوليس او درې عام وګړي ټپيان شول. دغه راز تېر ماښام په ډنډ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه عام وګړي وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن