کابل (پژواک ٢٨مرغومى ٩٢): کورنيو چاروزارت د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې د امر، جنايي امر او د ټولي د قوماندان دندې، په چارو کې د ناغېړۍ له امله ځنډولې دي.
د کورنيو چارو زير محمدعمر داوودزي ياده پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې تېره شپه د څو بريد کوونکو له خوا د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د وزير محمداکبر خان په څوارلسم سړک کې پر يوه رستورانت بريد وشو.
د کابل ښار د تېرې شپې په چاودنه کې پر دريو بريدګرو سربېرو د ملګرو ملتونو د څلورو کار کوونکو او د افغانستان لپاره د اى اېم اېف د رييس په ګډون ٢١ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه تېره شپه اوه بجې او شل دقيقې د کابل ښار د وزير اکبرخان په ١٤ سړک د (Lebanese) په نوم يوه لبناني رستورانت کې رامنځته شوه او مسووليت يې وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د کورنيو چارو وزير چې نن يې د کابل په امنيه قومانداني کې خبرې کولې، وويل: ((د لسمې حوزې د دريو افسرانو دندې د همدې لپاره ځنډول شوې، څو له هغوى څېړنې ترسره او په دندو کې د ناغېړۍ لامل يې معلوم شي.))
نوموړي د دې په څرګندولو سره، چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د هېڅ منسبدار ټنبلي نه شي زغملى، زياته کړه، چې د يادو پوليسانو د دندو ځنډول د پوليسو ټولو منسوبينو ته خبردارى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن