ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د غزني په پنځو ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مخ وي

والي: د غزني په پنځو ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مخ وي

author avatar
19 Jan 2014 - 13:23
والي: د غزني په پنځو ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مخ وي
author avatar
19 Jan 2014 - 13:23

 غزني ښار (پژواک ۲۹ مرغومی ۹۲): د غزني والي وايي، چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مخ وي ،خو په يوه کې به هېڅ ټاکنې ترسره نه شي.

والي موسى خان اکبرزاده د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني په ګيرو، زنخان، اب بند، رشيدان، خوګياڼو ولسواليو کې به ټاکنې له امنيتي ننګونو سره مخ وي او خلک به ونه شي کړاى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د نوموړي په وينا، ناوه هغه ولسوالي ده، چې له تېرو اوو کلونو د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ده، په ناوه کې به د ټاکنو ټول مرکزونه تړلي وي.

د والي په خبره، دا هغه سيمې دي، چې دوى به ونه توانېږي د ټاکنو په ورځ يې سم امنيت وساتي او خلک په ډاډه زړه رايه ورکړي.

 هغه هيله وښوده، چې په نورو ولسواليو کې به امنې ټاکنې ترسره شي په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې هلته هم ګواښونه موجود وو.

غزني اتلس ولسوالۍ لري، خو په تېرو پارلماني ټاکنو کې په قره باغ، اندړو، ده يک، مقر، ګيلان، واغز، اجرستان او خواجه عمري ولسواليو کې د ټاکنو مرکزونه تړلي وو.

د غزني د نا امنه سيمو اوسېدونکي هم وايي، چې په سيمو کې امنيتي ستونزې شته او ټاکنې به له ګواښ سره مخ وي.

 د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى دلدار خان وايي، د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي، چې خلک به له وېرې په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

 د ده په خبره، په تېرو ټاکنو کې هم خلکو ګډون ونه شو کړاى طالبانو ګواښ کړى و، چې څوک دې په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

 د اندړو اوسېدونکى محمداقبال هم وايي، د دې ولسوالۍ په هغو سيمو کې به ټاکنې وشي، چې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون تر واک لاندې دي.

په ورته توګه د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکى محب الله هم د خپلې سيمې د نا امنۍ يادونه کوي او زياتوي، تېر ځل هم ټاکنې ونه شوې او دا وار هم نا شونې ده، چې په ٩٠ سلنه سيمه کې دې ټاکنې ترسره شي.

 تېره اونۍ امنيتي ادارو د هغو يوولسو نا امنه ولايتونو نوملړ خپور کړ، چې ټاکنې به يې له ننګونو سره مخ وي، خو په دغه لېست کې د غزني نوم نه و.

د امنيتي مسوولينو په وينا، د رايې ورکونې له ٦٨٤٥ مرکزونو به ٤١٤ مرکزونه د ټاکنو په ورځ تړلي پاتې وي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.