ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان او روسيې هم د کابل بريد وغانده

پاکستان او روسيې هم د کابل بريد وغانده

author avatar
19 Jan 2014 - 13:28
پاکستان او روسيې هم د کابل بريد وغانده
author avatar
19 Jan 2014 - 13:28

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): پاکستان دوه ورځې وروسته د کابل ځانمرګى بريد وغانده او دا يې يو ترهګريز بريد وباله.

دغه ډله ييز بريد چې د مرغومي په ٢٧مه ماخوستن مهال د وزير اکبر خان په څوارلسم سړک کې د لبنيانو پر يوه هوټل وشو، د ١٣ بهرنيانو او اتو افغانانو په ګډون په کې ٢١ تنه ووژل شول.

وژل شوي بهرنيان د شپږو هېوادونو وګړي وو.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې يو پاکستانى وګړى هم وژل شوى، چې له ملګرو ملتونو سره يې دنده درلوده.

سرچينې زياته کړې، چې دوى دغه ترهګريز بريد په کلکو الفاظو غندي  او د وژل شوو کسانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، دوى يو ځل بيا ترهګري، چې په هره بڼه وي، غندي.

ولسمشر حامد کرزي  هم پرون د دغه بريد د غندلو پر مهال ټينګار کړى و، چې له ترهګرۍ سره مبارزه هغه مهال بريالۍ کېدای شي چې د قرباني او ترهګر ترمنځ توپير وشي.

هغه زياته کړې وه، د افغانستان خلک په دې باور دي چې پاکستان او د امريکا متحده ايالات کولی شي په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

ولسمشر ويلي وو: (( سولې ته د رسېدو لپاره او د افغانستان د سولې او پخلاينې د ملاتړ او مخالفانو تر منځ توپير يو روښان سياست او ستراتيژۍ ته اړتيا لري.))

د هغه په وينا، په دې برخه کې که ناټو او په سر کې يې د امريکا متحده ايالات غواړي چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، بايد ترهګري په نښه کړي.

نوموړى وايي، چې د ترهګرۍ قرباني او د ترهګرۍ عامل دواړه ستراتيژيک متحد تلقي کول، هغه سياست دی چې په تېره لسيزه کې يې په افغانستان کې د بې شمېره قربانيو لامل شوی دی او هېڅ ډول بريا يې نه ده لرلې.

دغه راز په کابل کې د روسيې سفارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې  ياد بريد په کلکو ټکو غندل شوى دى.

په دې بريد کې د روسيې يو وګړى ، چې په يوناما کې يې دنده لرله، هم وژل شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دوى دا بريد او عاملين يې په کلکه  غندي او زياته شوې،چې دا بريد يو ځل بيا هغه خبره تاييد کړه، چې په افغانستان کې روانه ترهګري بېلابېل بعدونه لري.

سرچينې زياته کړې، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بايد په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه بهر ترسره شي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.