ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ښځينه زندانيانو د ازادۍ په اړه د ولسمشر حکم سم نه پلى کېږي”

” د ښځينه زندانيانو د ازادۍ په اړه د ولسمشر حکم سم نه پلى کېږي”

author avatar
20 Jan 2014 - 18:48
” د ښځينه زندانيانو د ازادۍ په اړه د ولسمشر حکم سم نه پلى کېږي”
author avatar
20 Jan 2014 - 18:48

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د ولسمشر د حکم له مخې، د کابل د بادام باغ له ښځينه زندان څخه دوه ښځې خوشې شوې او د ١٦ نورو د زندان په موده کې تخفيف راغلى، خو ځينې زندانيانې ادعا کوي، چې دغه حکم په عادلانه ډول نه پلى کېږي.

د لويې څارنوالۍ د ازادۍ د سلب پر سيمو د څار ، څارنوالۍ مشر څارنپال عزيزاحمد سرباز، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې دغه حکم د پيغمبر (ص) د زوکړې ورځې په مناسبت د ولسمشر د ١١٧ فرمان له مخې صادر شوى دى.

هغه زياته کړه، د ياد فرمان له مخې د لوړ عمر لرونکو زندانيانو لپاره، چې حبس يې شل کاله وي، يو نيم کال تخفيف او هغه کسان، چې حبس يې له ١٠ کلونو کم وي يو کال او هغه زندانيانې، چې د حبس موده يې له پنځو کلونو څخه کمه وي، شپږ مياشتې تخفيف ورکړل شوى دى.

د هغه په وينا، دغه حکم پر ټولو زندانيانو يو ډول پلى کېږي او کوم زنداني به د دغه حکم له تخفيف څخه بې برخې پاتې نه شي.

څارنپال سرباز وويل، د ولسمشر په تېر فرمان کې، چې له لوى اختر کې صادر شوى و، د ټول هېواد په کچه د ٣٣٠٠ زندانيانو په حبسونو کې تخفيف راغلى وو، چې له هغې ډلې يې يواځې سل تنه ښځې زندانيانې وې.

خو يوه زندانۍ، چې پوليسو د رسنيو سره ورته د خبرو کولو اجازه ورنکړه، له لرې په لوړ اواز وويل، چې دا ټول درواغ دي او دغه اسناد څو ورځې وروسته په کثافات دانيو کې غورځول کېږي.

هغې زياته کړه: ” ولې موږ مرکې کولو ته نه پرېږدي؟ ساتونکي ډاريږي او هغه ستونزې، چې په زندان کې او دوى ورسره مخ دي؛ دوى هغه ونه وايي او افشا نه شي.”

يادې زندانۍ ادعا وکړه، چې تېره اونۍ ټولو زندانيانو د ولسمشر کرزي فرمان په يو شان د نه پلي کېدو له امله اعتصاب کړى و او د عدالت غوښتنه يې کوله.

د ضياګل په نوم يوې زندانۍ، چې له پژواک خبري اژانس سره يې خبرې کول غوښتل، د پوليسو له لوري د اجازې د نه ورکړې سره سره وويل، چې له کوم جرم پرته پنځه کاله زنداني شوې او اوس د هغې په حبس کې شپږ مياشتې تخفيف راغلى، چې دا ورته کافي نه دى او بايد پرېښودل شي.

هغې زياته کړه، نوکريوالان ور سره سم چلند نه کوي او واسطه درلودونکو ته ښه خواړه ورکوي، خو هغو زندانيانو ته بيا، چې واسطه نه لري، کافي خواړه نه ورکوي.

خو د يادې څارنوالۍ مشر وويل، طبيعي ده چې ټول زندانيان خپل ځانونه بې ګناه بولي او غواړي، چې همدا اوس ازادې کړل شي، په داسې حال کې، چې دوى د بېلابېلو جنايي جرمونو له امله زنداني شوي او اړې دي، چې د فرمان له صادرولو پرته خپل حبس تېر کړي.

سرچينې زياته کړه، چې اوسمهال د بادام باغ په زندان کې ٢٣٠ ښځينه زندانۍ د بند شپې سبا کوي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.