ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه کې د “ملي يووالي” په نوم پارلماني ګروپ جوړ شو

ولسي جرګه کې د “ملي يووالي” په نوم پارلماني ګروپ جوړ شو

author avatar
20 Jan 2014 - 16:03
ولسي جرګه کې د “ملي يووالي” په نوم پارلماني ګروپ جوړ شو
author avatar
20 Jan 2014 - 16:03

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): په ولسي جرګه کې د “ملي يووالي” په نوم پارلماني ګروپ جوړ شو، چې ورسره په دې جرګه کې د پارلماني ګروپونو شمېر نهو ته ورسېد.

د دغه پارلماني ګروپ غړي او په دې جرګه کې د فارياب استازي محمد هاشم نن د جرګې په عمومي غونډه کې وويل: “هېڅوک په يواځې ځان نه شي کولاى چې د هېواد د ملي ګټو لپاره کار وکړي؛ نو موږ هم د هېواد د ملي ګټو په موخه دغه پارلماني ګروپ جوړ کړ.

ده وويل، چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د اړيکو ټينګښت، د خلکو له حقونو کلکه دفاع، د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې، په هېواد کې د يووالي ټينګښت او د عدالت تامين د دغه پارلماني ګروپ اساسي موخې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په ولسي جرګه کې د هرات استازى غلام فاروق نظري د دغه پارلماني ګروپ مشر او په دې جرګه کې د کابل استازى فرهاد صديقي يې مرستيال دى او د نيمروز استازې فرشته اميني د دغه ګروپ منشي ده.

دى وايي، چې دغه پارلماني ګروپ ١٢ غړي لري.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د يووالي، سبا، ملي،سولې کاروان، صداى عدالت، رسالت، سعادت او اعتماد په نومونو اته نور پارلماني ګروپونه هم جوړ شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.