ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٦٣ ماين پاکان د تښتوونکو له منګولو ازاد شول

٦٣ ماين پاکان د تښتوونکو له منګولو ازاد شول

author avatar
21 Jan 2014 - 10:22
٦٣ ماين پاکان د تښتوونکو له منګولو ازاد شول
author avatar
21 Jan 2014 - 10:22

هرات( پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د هيلوټرسټ په نوم د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي ٦٣ کارکوونکي ازاد شوي دي.

د هرات امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري د عملياتو په پايله کې ازاد شول.

هغه زياتوي، چې د عملياتو پر مهال چاته زيان نه دى اوښتى، خو د تښتوونکو د نيولو په موخه   عمليات روان دي.

دغه ماين پاکان نن سهار د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د مار اباد له سيمې وتښتول شول او د تاقک په نوم غرنۍ سيمې ته ولېږدول شول.

د هيلوټرسټ موسسې رييس ډاکټر فريد همايون ويلي و، چې د خپلو ماين پاکانو د خلاصون لپاره يې سيمې ته قومي مخور استولي دي.

د دې تښتول شويو ماين پاکانو شپږ تنه يې له غرمې مخکې ازاد شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.