اسلام اباد (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د زيارت کوونکو پر موټر د چاودنې له امله لسګونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کوټې ښار يوه امنيتي مسوول انور علي ويلي، چې دا چاودنه نن ماښام په شاوخوا شپږ نيمو بجو له دې ښار څخه ٥٠ کيلومتره لرې د مستونګ په سيمه کې له ايران څخه پر راتلونکي بس موټر شوې ده.
ده زياته کړې، په دې چاودنه کې د څلورو امنيتي سرتېرو په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزارت سکرټر اسد ګيلاني، په چاودنه کې د ١٨ تنو د وژلو تاييد کړى دى.
د هغه په خبره، د زيارت کوونکو له بس موټر سره د ساتنې په موخه د امنيتي سرتېرو يو موټر هم روان و، چې له همدې امله يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى وايي، ټپيان چې اته تنه ښځې هم په کې شاملې دي، نږدې روغتون ته رسول شوي، خو د ٧ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن