ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه : په بې پرې ډول به د افغانستان د ټاکنو څارنه وکړو

اروپايي ټولنه : په بې پرې ډول به د افغانستان د ټاکنو څارنه وکړو

author avatar
22 Jan 2014 - 12:08
اروپايي ټولنه : په بې پرې ډول به د افغانستان د ټاکنو څارنه وکړو
author avatar
22 Jan 2014 - 12:08

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): اروپايي ټولنه وايي، چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي لپاره به په بې پرې ډول د دغو ټاکنو نظارت وکړي.

دغه څرګندونې داروپايي ټولنې د پلاوي مرستيال الفرېدګرانس له بروکسل څخه د راغلي پلاوي په مشرۍ له ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين سره د کتنې پرمهال وکړې .

د والي وياند احمدضياء عبدالزي د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پلاوي پرون ناوخته د جلال اباد په قصر کې له والي سره په داسې حال کې وکتل، چې ځايي چارواکو هم شتون درلود.

د هغه په وينا، د راغلي پلاوي مشر د ننګرهار والي ته د خپل راتګ موخه په دغه ولايت کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي او شته وضعيت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او ارزونه وښوده.

الفرېډ ګرانس وويل، چې اروپايي ټولنې له بروکسل څخه د افغانستان د حکومت په غوښتنه يو پلاوی راستولی، څو د افغانانو په مشرۍ له کېدونکو راتلونکو رڼو ټاکنو د نظارت لپاره يوه مخکنۍ مطالعه وکړي.

هغه زياته کړه، چې راغلی پلاوی به د مرکز په ګډون په ګڼو ولايتونو کې له ځايي مسوولينو سره ليدنې وکړي او خپل راپور به د راتلونکو ټاکنو لپاره د څارنې پلاوي او په بروکسل کې اروپايي ټولنې ته وړاندې کړي.

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين ياد پلاوي ته وويل، چې افغان حکومت او خلکو په روان کال کې دوو مهمو ملي پروسو ته امادګي نيولې، چې يوه له دغو د سياسي واک د سم لېږد لپاره د ټاکنو ترسره کول او بل هم د امنيتي واک د لېږد لپاره د پنځم پړاو ترسره کېدل دي .
نوموړي زياته کړه ، په هره ټولنه کې دټاکنو پر وخت نړيواله ټولنه شفافو ټاکنو لپاره نظارت کوي ، په همدې دليل افغان حکومت هم د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د اروپايي ټولنې پلاوي ته هرکلی وايي.

د ننګرهار والي وويل ، چې د خپل راتګ پر وخت يې د امنيت ټينګښت، له فساد سره مبارزه او قانون پلی کول يې د خپلو لومړيتوبونو په توګه ټاکلي، چې له مخې يې په ټاکل شوو برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ په دغه ولايت کې د راتلونکو رڼو او پراخو ټاکنو لپاره ګڼ تدابير ترلاس لاندې لري.

په دې ناسته کې د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي دفتر مسوول ډاکټر اخترمحمد اجمل او امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال هم په ځينو برخو کې پلاوي ته معلومات وړاندې کړل.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.