ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله والو ته د ټاکنو د ګډوډولو دستور ورکړل شوى”

“وسله والو ته د ټاکنو د ګډوډولو دستور ورکړل شوى”

author avatar
22 Jan 2014 - 16:15
“وسله والو ته د ټاکنو د ګډوډولو دستور ورکړل شوى”
author avatar
22 Jan 2014 - 16:15

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، داسې راپورنه شته چې وسله والو مخالفينو ته له پولې د پورې غاړو له مرکزونو لارښوونه شوې، چې په روان ژمي کې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او د ټاکنو پروسه ګدوډه کړي.

 د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي په کابل او څو نورو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو وروستيو بريدونو ته په اشارې سره وويل، چې دغه بريدونه د ټاکنو پروسې د ګډوډولو يوه برخه ده.

 نوموړى، چې نن يې په کابل کې د مرکز او ولايتونو د امنيه قوماندانانو د څلور ورځني سيمينار په پاى کې يوې څلور ورځنۍ خبري غونډې ته خبرې کولې، زياته کړه: ((زموږ د ترلاسه کړو راپورونو له مخې، وسله والو مخالفينو ته د پولې له ها خوا مرکزونو په بيا بيا لارښوونې کېږي، چې سږ کال ژمى دې خپلو اډو ته نه راځي، په افغانستان کې دې وي او په خپلو بريدونو سره دې د افغانستان راتلونکې ټاکنې ګډې وډې کړي.))

خو داوودزي وويل، د وسله والو مخالفينو دا هڅې چې غواړي ټاکنې تر سره نه شي، دومره غښتلې نه دي او کوم ځاى به ونه نيسي. دده په وينا چې ټاکنې به په خپل ټاکل شوي وخت (د ١٣٩٣ کال د وري ١٦مه) د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم ترسره شي.

د کورنيو چارو وزير زياته کړه، چې د ټاکنو له امنيت څخه کلي تصوير وړاندې شوى او د هېواد ٩٤ سلنه خاوره د دې وړ ده، چې ټاکنې په کې وشي، خو هغه ٤١٤ مرکزونه چې د تړل کېدو خبره يې کېږي، په خپل حال نه پاتې کېږي او تمه ده، چې يو شمېر نور يې هم د ټاکنو د ترسره کېدو تر ورځې خلاص شي.

داوودزي زياته کړه، چې په هېواد کې د ټاکنو ٨٠٠ مرکزونه تر اوچت امنيتي ګواښ لاندې دي او هڅه کېږي، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې ددې مرکزونو شمېره هم کمه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون لس ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې امنيتي ارګانونو ويلي، چې د هېواد په کچه د ٦٨٤٥ ټاکنيزو مرکزونو څخه د ٤١٤ مرکزونو امنيت خوندي کولى شي، چې پر بنسټ يې دغه مرکزونه په بادغيس، غور، فراه، هلمند، بدخشان، سرپل، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ او لغمان ولايتونو کې بندېږي.

د کورنيو چارو وزير له ټولو امنيه قوماندانانو وغوښتل، چې د ټاکنو د امنيت په برخه کې جدي اوسي او ډاډ يې ورکړ، چې پوليس به په ټاکنوکې بې طرفه وي، له هېڅ کانديد پر ملاتړ او ضد کار نه کوي.

هغه وويل، هېچا ته که افغان وي او يا بهرنۍ د دې اجازه نه ورکوي، چې په ټاکنوکې لاسوهنه وکړي او د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه سيمينار له جوړېدو يې موخه دا وه، چې څه ډول کولى شي په راتلونکو ټاکنو کې خپل مسووليت په څه ډول ادا کړي.

د امنيه قوماندانانو د سمينار په پاى کې يو پرېکړه ليک هم د کابل امنيه قوماندان له خوا ولوستل شو، د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي، چې پوليسو له نورو ارګانونو سره په همغږۍ د ټاکنو د امنيت لپاره ځانګړي تدابير نيسي او برخه اخيستونکو او ښځينه قشر ته يې د برخه اخيستنې تر ټولو زياته زمينه مساعدوي.

 په سيمينارکې ګډون کوونکو امنيه قوماندانانو، په ټاکنو کې د پوليسو په بې پرې والي ټينګار وکړ، چې د دوى دې د يوه مشخص کانديد په ګټه د لاسوهنو څخه مخنيوى کوي او د وسله والو مخالفينو د ويجاړونکو کړنو پر وړاندې به لازم اجرا ات وکړي.

د ويلو ده، چې نږډې ١٢ ميليونه کسان د رايې ورکولو په شرايطو برابر بلل شوي او سږ کال د څلورو ميليونو په شرايطو وړ کسانو څخه له درېيو ميليونو څخه زياتو يې چې ٣٠ سلنه يې مېرمنې دي، د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.