خوست (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): په خوست کې د کرکټ لپاره د يوه معياري لوبغالي، چې د ٣٠ زره کسانو د ناستې وړتيا به ولري، د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه لوبغالي د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه لوبغالي ١،٣ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د المان هېواد يې ورکوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه لوبغالي د جوړېدو کارونه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي.
نعيمي زياته کړه، دغه لوبغالی چې د خوست ښار لوېديځ ته د اداري کمپلکس تر څنګ جوړېږي، په يوه وخت کې به د دېرش زره کسانو د ناستې وړتيا ولري.
نوموړي په دغه ولايت کې د کرکټ لپاره د يوه معياري لوبغالي جوړول اړين وبلل او زياته يې کړه، خوست د افغانستان له هغو ولايتونو ګڼل کېږي، چې د کرکټ زيات مينه وال لري.
هغه وويل، دوی هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د لوبغاړو ستونزې هوارې او ټول هغه امکانات ورته برابر کړي، چې د ورزش په برخه کې ورته اړتيا لېدل کېږي.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د ياد لوبغالي د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل، د کرکټ د لوبغالي پر جوړېدو سره دوی ډاډه کېږي، چې د سپورټ په مخ کې شته ستونزې ورځ تر بلې حل کېږي.
هغه وويل، په خوست کې د سپورټ مينه وال د افغانستان د ډېرى ولايتونو په پرتله زيات دي او له همدې امله يې له کرکټ بورډ او المپيک کمېټې څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې د سپورټ د مينه والو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او ستونزې يې حل کړي.
د خوست ولايت اوسېدونکی او کرکټ لوبغاړی محمدشاه وايي، چې اوسمهال دوی په خوست کې د کرکټ لپاره کوم مناسب ميدان نه لري، چې په کې لوبې وکړي.
نوموړي وويل، د ياد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ د لوبو په مخ کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي او خوستوال به يو معياري لوبغالى ولري.
هغه د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د ياد لوبغالي تر جوړېدو وروسته دلته د ملي لوبغاړو د لوبېدو امکانات برابر کړي، ځکه چې خوست په اقليمي لحاظ په هر موسم کې د لوبو ترسره کولو لپاره مناسب ځاى دى.
د يادونې ده، تر دې مخکې په خوست کې د کرکټ لوبو لپاره هېڅ لوبغالى نه و.
تر دې مخکې د خوست کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ ځايي چارواکو په وار وار په دغه ولايت کې د لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن