ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سون توکو بيې راټيټې شوې دي

کابل کې د سون توکو بيې راټيټې شوې دي

author avatar
23 Jan 2014 - 19:03
کابل کې د سون توکو بيې راټيټې شوې دي
author avatar
23 Jan 2014 - 19:03

کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د اوبلن ګازو او لرګيو بيې ټيټې شوې، خو نور لومړني خوراکي توکي له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل په سرسبزۍ څلور لارې کې د لرګيو يوه پلورونکي محمد سلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه خروا بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٧٣٠٠ افغانۍ څخه ٦٥٠٠ افغانۍ، يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګي له ٦٨٠٠ څخه ٦٠٠٠ او يو خروار ارچه لرګي له ٦٥٠٠ افغانۍ څخه ٦٠٠٠ افغانۍ ته راټيټ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د لرګيو بيې په ژمي کې د هوا د ګرمښت له امله را لوېدلې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، ، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له ٥٣ افغانيو څخه ٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د اوبلن ګازو بيې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لوري ټاکل شوې او له همدې امله توريد کوونکي شرکتونه او ګاز پلورونکي اړ دي، چې په دغې بيې عمل وکړي.

خو د تېلو بيو د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٦٢ افغانۍ او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٥٧ افغانۍ ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرو اوو ورځو په شان د پنځوس کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٥٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکساني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سيله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ دي.

د هغه په وينا، نن د تېرې اونۍ په څېر د پنځه ليتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د کارتې سې سيمې يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٣٧٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سيله وريجې ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو په بيو کې هم کوم بدلون نه دى تر سترګو شوى.

د مريم ليسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زره بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

خو د ډالرو ارزښت د تېرې اونۍ په پرتله لوړ شوى دى.

د شهزاده سراى يوه صراف احمد شاه وويل، چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٠٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٢٩ افغانۍ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر داخيستو ارزشت ٥٦،٦٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٢٩ افغانۍ و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.