ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د ګازډبې چاودنې دوه تنه مړه او اته نور ټپيان کړل

author avatar
24 Jan 2014 - 14:27
author avatar
24 Jan 2014 - 14:27

ميمنه (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې د يوې کورنۍ دوه تنه وژلي او اته نور ټپيان شوي دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري د سلواغې په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه د کته قلعه سيمې په رييس قول کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې  پېښه کې يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي او د دوو  ماشومانو، دوو سړيو او څلورو ښځو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.

قادري وويل، چې ټپيان د ميمنې ښار روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې نازک دى.

هغه زياته کړه، چې د ګاز ليک شوې ډبه د هغوى په خونه کې اېښې وه او کله چې يو له هغو اور لګيت لګوي يوه چاودنه رامنځته شوه.

د ميمنې د خان ترک په روغتون کې يوه موظف ډاکتر فياض امين وايي، چې د ګازډبې د چاودنې له امله اوه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې سم نه دى.

هغه وويل، مخکې له پېښې مې موبايل ته زنګ راغى، را ووتم څو چې راتلم د چاودنې غږ مې واورېد او اور ولګېد.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.