ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يو سيمه ييز خبريال وژل شوى

author avatar
24 Jan 2014 - 09:00
author avatar
24 Jan 2014 - 09:00

لښکرګاه (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بوست په نوم د يوې محلي راډيو خبريال نورمحمد نور په مرموز ډول وژل شوى دى.

د نوري مړى تېره شپه اته نيمې بجې د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند ساحه کې پوليسو موندلى او بيا يې روغتون ته لېږدولى دى.

د هلمند والي جنرال محمدنعيم او يو شمېر چارواکي له پېښې تر خبرېدو وروسته روغتون ته ورغلل.

جنرال نعيم په روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوراحمد نوري په مرموز ډول وژل شوى او د وژنې په اړه يې کشفي او امنيتي اورګانونو جدي پلټنې پيل کړې دي.

د نوري پلار نصير الدين پژواک اژانس ته وويل چې دشپې په نهو بجو پوليسو ورته د ټېلېفون له لارې خبر ورکړ، چې د زوى جسد يې موندلى دى.

ده زياته کړه، چې زوى يې د قران کريم حافظ و او په يوه محلي راډيو کې يې کار کاوه.

ده وويل، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

د لومړۍ حوزې امر جان اغا داوري پژواک ته وويل، چې د وژل شوي خبريال جسد يې د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې په داسې حال کې چې په بوجۍ کې اچول شوى و، موندلى دى.

په هلمند کې د بست د راډيو مسوول عبدالسلام زاهد پژواک ته وويل، چې نوري اوسمهال له دوى سره په راډيو کې د منبر او محراب خپرونه پر مخ بيوله او له دې پخوا يې له نيويارک ټايم سره د خبريال په توګه هم کار کړى و.

د يادولو ده، له دې مخکې په هلمند کې د پژواک خبري اژانس او بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني هم د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى و.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.